داعش د ۲ جاپاني بندیانو مقابل کې ۲۰۰ میلیون ډالر غواړي

د عکس سرچینه، Reuters
''اسلامي دولت'' ډلې په انټرنېټیوه وېډیو خپره کړې، چې دوو جاپاني برمته شویو ته د مرګ ګواښ کوي.
په وېډیو کې وسله وال وايي، که چېرې توکیو په ۷۲ ساعتونو کې د دغو برمته شویو د ژغورنې لپاره ۲۰۰ میلیون ډالر ورنه کړي، دوی به ووژني.
په وېډیو کې برمته شوي په نارنجي کالیو کې ښکارېږي، چې ترڅنګ ولاړ وسله وال یې په لاس کې چړه نیولې ده.
دغه وسله وال د جاپان پر حکومت نیوکه کړې ده، چې ولې یې د اسلامي دولت پرضد د امریکا له لوري د جوړ شوي ایتلاف ملاتړ کړی.
دی وايي، که چېرې جاپان دوی ته ۲۰۰ میلیون ډالر په ۷۲ ساعتونو کې ورنه کړي، دغه جاپانیان به ووژني.
تر اوسه د دغې وېډیو د ریښتینولۍ په اړه څه نه دي ویل شوي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزات ویلي، ددغې وېډیو د ریښتینوالي په اړه تحقیق کوي.
پر همدې مهال، د جاپان لومړي وزیر شینزو ابي ویلي، دا ډول ګواښونه نه بښل کېږي.
آبي د منځني ختيځ په شپږ ورځني سفر اوس قدس ته روان دی.

د جاپان کیودو خبري اژانس ویلي، لومړي وزیر ددغو بندیانو د وېډیو د خپرېدو له کبله خپل سفر ځنډولی دی.
آبی قدس کې خبریالانو ته وویل، دی دغو ګواښونو سخت په قهر کړی دی، خو د نیول شویو د ژر خلاصون غوښتنه یې کړې ده.
نوموړی وايي، جاپان په منځني ختیځکې د پرتو هېوادونو د ناپوځي مرستې لپاره پر خپلې ژمنې ولاړ دی.
د تېرې شنبې په ورځ په قاهره کې نوموړي له منځني ختیځسره د ۵۰۰ میلیون ډالرو ناپوځي مرستو اعلان وکړ، چې ۲۰۰ میلیون ډالر مرسته به هغو هېوادونو ته ورکول کېږي چې له اسلامي دولت سره جنګېږي.
ابي وايي، که چېرې په سیمه کې ترهګري خپره شيو نو ټول به زیان وویني.

د عکس سرچینه، AFP
''اسلامي دولت'' د هغو هېوادونو د نیول شویو وګړو د مرګ د ګواښونو له لارې پیسې ترلاسه کوي، چې ددغې ډلې پرضد جوړ شويایتلاف کې ګډون لري.
د اسلامي دولت ډلې د عراق او سوریې زیاتره شمالي او لوېديځې سیمې نیولې دي.
وړاندې اسلامي دولت د ځینو امریکايي او بریتانوي خبریالانو سرونه غوڅ کړي دي.

د عکس سرچینه، Reuters








