لیدلوری: له تاوتریخوالي ډک افراطیت سره مقابله پکار ده

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, لیکوال: د تروریزم ضد چارو کارپوه، ډاکټر افضل اشرف
- دنده, ژباړونکی: ډاکټر لطف الله لطیف
د ''بوکو حرام'' له خوا د ښوونځي د ۲۷۶ تنو زده کونکو تښتول، د ''اسلامي دولت'' ډلې له خوا د ژورنالیستانو او د بشري مرستو کارکونکو سر پرې کول او د پاکستاني طالبانو د تحریک له خوا پېښور کې د ښوونځي د ماشومانو بېرحمانه وژنه د ۲۰۱۴ کال هغه پېښې وې چې د ۲۰۰۱ کال راهیسې يې ساری نه درلود.
اوس په ۲۰۱۵ کې ښايي ډیر خلک دا پوښتنه وکړي چې په روان کال کې به د افراطیت له امله ددوی خوندیتوب څومره لږ وي؟ د افراطیونو د تروریزم په اړه موڅه زده کړي او راتلونکی به څنګه وي؟
د یادولو وړ ده چې دا افراطي ډلې ناڅاپه نه دي راپیدا شوې. لویدیځه نړۍ د هغوی د وحشت په اړه اوس له خوبه راويښه شوه.
وحشیانه تاکتیکونه
ابو مصعب الزرقاوي په سر پرې کولو پيل وکړ او په ۲۰۰۴ کې يې عراق کې د القاعدې بنسټ کیښود، چې وروسته په اسلامي دولت ډلې بدله شوه.
د هغه د مړینې وروسته په ۲۰۰۶ کې دغه ډلې خپلو وحشیانه طریقو ته دوام ورکړ، د مثال په توګه په ۲۰۱۳ کې يې په عام محضر کې د دوو تنو سرونه پرې کړل.
د څه باندې لسو کلونو لپاره دغه ډول وحشیانه کارونو دوام وموند خو چا ورته دومره پام نه کاوه.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستاني طالبانو تحریک هم د ظالمانه وژنو اوږد تاریخ لري.
دغې ډلې، په بازارونو، جوماتونو او د خلکو په کورونو کې، پر بېګناه خلکو، ښځو او ماشومانو، بمونه وغورځول. په تیرو لسو کلونو کې تقریباُ هره اونۍ دغه بریدونه روان و.
د پیښور د ښونځي عامې وژنې له دې امله ځانګړتیا درلوده چې ډیر کسان پکې ووژل شول او د برید هدف د پاکستان د ممتازو کورنیو غړي و.
بوکو حرام په ۲۰۰۲ کې راپیدا شو.
تر ۲۰۰۹پورې دغې ډلې د ۵۰۰۰ نه ډیر کسان ووژل چې زیاتره يې ملکي خلک و، خو د امریکا متحدو ایالتونو یوازې په ۲۰۱۳ کې دا ډله وغندله او پرضد يې ګامونه پورته کړل. څو میاشتې وروسته دغې ډلې د یو ښونځي په سلګونوما شومان وتښتول.
د ماشومو جنکیانو واده کول، جنسي تیریو او وژنو ریپوټونه دوام لري چې ډیرې کورنۍ او د هغوی دوستان يې غمجن کړيدي.
د حکومتونو ناکامۍ
ددغو درې ډلو کامیابي، هغومره چې ددوی د خپلو تګلارو له امله ده په هماغه کچه د حکومتونو د ناکامیو له امله هم ده.
بوکو حرام، د نایجریا ددولت د نااغېزمنتوب او د اقتصادي فساد له امله د خلکو نارضایتۍ نه ګټه اخلي. تر یوه حده دغه فساد د ځینو شرکتونو له خوا چې په دغه سیمه کې فعالیت کوي، تشویقیږي.
د نایجریا په پوځ او دفاع وزارت کې د کلونو فساد له امله د هغوی پوځ د بوکوحرام سره د مقابلې توان له لاسه ورکړی.

د عکس سرچینه، BBC World Service
همدا ډول، د اسلامي دولت ډلې خپل قوت د هغو غلاو او شوکو څخه ترلاسه کړی چې د سوریې د حکومت مخالفو ډلو پرضد يې کوي چې د لویدیځو هیوادو څخه ورته د پیسو او موادو مرستې استول کیږي.
په عراق کې د نوري المالکي رژیم شیعه ملیشو ته پراخ واک ورکړی و چې له امله يې په زرګونو سنیان او د (بعث د ګوند) غړي شکنجه او ووژل شول. له دې امله د عراق په سني سیمو کې اسلامي دولت ډلې ډیر ملاتړي پیدا کړل.
د عراق د لوړو پوځي مقاماتو سیاسي کول، مالي بد مدیریت، او د یو ملي مشرتابه نشتوالي د اسلامي دولت ډلې په ځمکنیو پرمختګونو کې هغومره رول درلود لکه چې د هغوی د قوماندانانو او جنګیالیو ذاتي پوځي وړتیاو درلود.
د پاکستاني طالبانو تحریک هم ځکه ژوندی پاتې شو چې د پاکستان پوځ د هغه د بشپړ له منځه وړلو نیت نه درلود. د پاکستان پوځ د هغو عناصرو ترمنځ توپیر وکړ چې د هیواد د بهرنۍ تګلارې لپاره ګټور و او هغه چې ګټور نه و.
ادعا کیده چې ګاونډي افغانستان هم دغه ډول لوبه کوله او د پاکستاني طالبانو مشر، ملا فضل الله ته يې اجازه ورکوله چې د افغانستان خاورې ته پناه یوسي، پداسې حال کې چې د ناټو تر مشرۍ لاندې د آیساف ځواکونو ورته کتل.
مخکې، دپاکستان پوځ په ځینو سیمو کې د اسلامي شریعت قانون د عملي کولو په اړه د ملا فضل الله غوښتنې منلې وې.
ددغو امتیازاتو له امله د هغه فعالیتونه کم نشول بلکې لا نور هم زړور شو.
د عمران خان په ګډون ځینو سکیولر سیاستوالو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په هکله د امریکا پرضد د طالبانو د نارضایتیو ملاتړ وکړ او د طالبانو د غوښتنو په اړه ېې د خبرو اترو وړاندیزو کړ، او په دې توکه يې د طالبانو اعتبار نور هم ډیر کړ.
مقابله
دغه تیرې تجربې موږ ته ښيي چې باید په لومړي سرکې د تروریستي سازمانونو سره د مقابلې لاره غوره شي چې د هغوی د ودې او قوي کیدو او وحشتناکو تاکتیکونو مخنیوی وشي.
د یوې بریالۍ مقابلې لپاره پکار ده چې یوه عادلانه حکومتي اداره او امنیتي تګلاره موجوده وي چې د ټولو تروریستانو سره وجنګیږي، یوې ډلې ته هم چې ښايي په لنډه موده کې د سیاسي ګټو لپاره ګټوره وي، روزنه ورنه کړي.
تروریزم د هرڅه مخکې د لفاظیو په مرسته خپل پیغامونه لیږي. که اوریدونکي ونلري، دا کار ورته کومه ګټه نه کوي.
په ټولیزو رسنیو کې د تروریستي پیغامونو د زیاتوالي له امله پکارده چې د هغوی سره د مقابلې لپاره لانور ډیر متقابل اقدامات ترسره شي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
حتی که حکومتونه د انټرنیټ شرکتونه دې ته اړ هم کړي چې د تروریستانو د پیغامونو د خپریدو مخنیوی وکړي،تروریستان به وکولای شي نورې لارې پیدا کړي.
د ټولنې په وړاندې ننګونه دا ده چې د تروریستي مخابرو او پیغامونو د خپریدو په هکله په بل ډول غبرګون وښيي او ځواب ووايي.
تروریستان باور لري چې د دوی خبرې او کړنې به بریالۍ شي.
کله چې ژورنالیستان او تبصره کونکي د تروریستانو د پیغامونو په اړه غږيږي، په ناخواسته ډول د تروریستانو هدف سره مرسته کوي.
پداسې حال کې چې ددغو پیغامونو په هکله پټه خوله پاتې کیدل هم واقعبینانه کار نه دی، خو کله چې ژورنالیستان او خبریالان د تروریزم په اړه غږیږي باید د هغوی ناکامې هم په ګوته کړي، پدې توګه په ریپوټ کې یو انډول رامنځ ته کیږي.
په عراق کې د اسلامي دولت ډلې د ستراتیژۍ د ناکامیو په هکله ډیر څه نه دي ویل شوي.
اسلامي دولت ډل هڅه کوي د سرونو پرې کولو ویډیوګانو په خپرولو سره لویدیځ ووېروي چې په عراق کې مداخله ونه کړي، خو پایله يې داسې نه ده.
د اسلامي دولت ډلې، بوکوحرام او د پاکستاني طالبانو د تحریک پرضد د نړۍ د اکثریت مسلمانانو کانفرانسونو، مظاهرو او غندنو ریپوټونه ډیر لږ ورکړل شوي.
بې اعتباره شوې ایډیالوژي
د تروریزم ترټولو مثبته نوې پېښه دا ده چې د هغوی د ظاهراً ویاړجنو هدفونو مبارزې واقعیت روښانه شوي او د تشدد او تاوتریخوالي لپاره د هغوی مبتذله تنده څرګنده شوې ده.
پر ماشومانو، پوهنې روزنې، زړه سواندو ژورنالیستانو او د مرستو پر کارکونکو باندې بریدونو سره يې خپل ذاتي جهالت، د انسانیت نشتوالی او ذاتي بې غیرتي څرګنده کړې.

د عکس سرچینه، BBC World Service
هیڅ مخالف روایت نشوای کولای داکار وکړي، خو تروریستانو په خپلو اعمالو سره هغه څرګند کړل.
حتی د هغوی ایډیالوژیک ملګري، القاعده او افغان طالبان اړ شول چې د اسلامي دولت ډلې او د پاکستاني طالبانو اعمال وغندي.
د بوکو حرام، اسلامي دولت ډلې او پاکستاني طالبانو د تحریک کړنې نه یوازې القاعده او افغان طالبان بې اعتباره کوي بلکې هغه سیاسي ایډیالوژي چې دوی ورنه الهام اخلي هم بې اعتباره کوي.
د مذهب او سیاسي فعالیت د ګډولو نظریه چې په منځني ختیځ کې د اخوان المسلمین او د هند په نیمه وچه کې د جماعت اسلامي له خوا رامنځته شوه، اوس د جدي ننګونو او چلنج سره مخامخ ده.
د هغوی د نظریو د ژوندي پاتې کیدلو علت د هغوی جاذبه نه ده بلکه له دې امله ژوندۍ پاتې شوې چې په اړوندو هیوادو کې متبادلو حکومتونو ونشوای کولای خپلو خلکو ته دباعزته او مناسب ژوند شرایط برابرکړي.
سست پرمختګ
پدې توګه، د تروریزم جاذبه پدې خیالي فکر پورې محدوده شوه چې وبه کولای شي د خشونت او تاوتریخوالي له لارې بریالیتوب ترلاسه کړي.
تر هغو چې اسلامي دولت ډله وکولای شي نیول شوې سیمې وساتي، وبه کولای شي چې د نړۍ د بیلابیلو سیمو خلک ځانته راجلب کړي، پدې هیله چې د جګړو له لارې به خپل ’’خیالي دولت ’’ جوړ کړي.
تر هغو چې د پاکستاني طالبانو تحریک وکولای شي د پاکستان مذهبي اقلیتونه ووژني او پر پوځ بریدونه وکړي، د هغې د مدرسو زیاتره فارغان به چې مغزونه يې مینځل شوي، د خپل ډول شریعت د رامنځ ته کولو لپاره خپل ځانونه قربانوي او تروریستي اعمال به ترسره کوي.
تر هغو چې دنایجریا پوځ د بوکو حرام د پرمختګ په وړاندې تیښته کوي، بوکوحرام ډله به د ټولو ماشومانو نیولو او ځورولو ته دوام ورکوي چې ددوی په فکر د بهرني اغېز مخنیوی وکړي.
په ۲۰۱۴ کال کې اسلام پالو تروریستانو د خپلې ایډیالوژۍ په بې اعتباره کولو سره نړۍ ته نیمه کامیابي ور په برخه کړه.
د کامیابۍ د بلې نیمايي لپاره، چې فکر کیږي ترلاسه کول به يې آسانتره وي، په ملي او نړیواله کچه ښې حکومتولۍ ته اړتیا ده.
دا اړتیا هم شته چې باید ددغو تروریستي سازمانونو د ارضي یا ځمکنیو او عملیاتي لاس ته راوړنو، چې ددوی بریالیتوب څرګندوي، د کمزوري کولو لپاره په ګړندۍ او اغېزمنه توګه د زور او ځواک څخه کار واخیستل شي.
په پورتنیو یادو شویو دوو جبهو کې د افسوس وړ سست پرمختګ، د ۲۰۱۵ کال لپاره د خوشبینۍ مخه نیولې.
یادښت:
ډاکټر افضل اشرف، د بریتانیا د متحدو خدمتونو په شاهي انستیتوت ( Rusi) کې یو کارپوه غړی دی. په شاهي هوايي ځواک کې یو مشر افسر و او هم يې په عراق کې د امریکا د متحدوایالتونو د ځواکونو د قوماندان او د امریکا د سفیر لپاره د تروریزم ضد او بغاوت ضد په چارو کې د ستراتیژیست او سلاکار په توګه کارکړی او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت کې د سیاسي او پوځي څانګې مشر هم و.








