د فلسطیني خاورې د اشغال پای ته رسولو پرېکړه لیک 'رد' شو

فلسطینیان له خپلې خاورې د اسرائیلو د وتلو غوښتنه کوي، اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال د ختيځ قدس په ګډون د فلسطین ډېرې سیمې لاندې کړې.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، فلسطینیان له خپلې خاورې د اسرائیلو د وتلو غوښتنه کوي، اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال د ختيځ قدس په ګډون د فلسطین ډېرې سیمې لاندې کړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پرېکړه لیک رد کړې ده، چې درې کاله وروسته دې د اسرائیلو له خوا د لاندې شوې فلسطیني خاورې اشغال پای ته ورسېږي.

د اردن له خوا دغه وړاندې شوې طرحه په امنیت شورا کې د اتو نورو دایمي غړو هېوادونو (چې روسیه، فرانسه، او چین هم پکې دي) له خوا تایید شوې وه.

استرالیا او امریکا ددغې پرېکړې پرضد رایه ورکړه، چې په وینا یې د اسرائیلو امنیتي اندېښنې په پام کې نه دي پکې نیول شوې.

د بریتانیا په ګډون، پنځو نورو هېوادونو، چې د "ویټو" د ماتولو حق لري، له رایې ورکولو ډډه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د اردن استازې دینا قعوار ویلي، د رایو پایله باید د شخړې د برابرښت په درشل کې د هڅو درولو لامل ونه ګرځي.

اردن دا وړاندیز وروسته تر هغه رامخې ته کړ، چې ۲۲ عربي هېوادونو یې ملاتړ وکړ، خو فلسطیني چارواکو هم تایید کړ.

"تېر اېستونکې طرحه"

اسرائیلو دغه طرحه "تېر اېستونکې" بللې ده.

دغه طرحه وړاندیز لري چې د ۲۰۱۷ کال په راتلو دې د اسرائیلو له خوا د نیول شوې فلسطیني خاورې ښکېلاک پای ته ورسېږي.

دغه طرحه وړاندیز لري چې د ۲۰۱۷ کال په راتلو دې د اسرائیلو له خوا د نیول شوې فلسطیني خاورې ښکېلاک پای ته ورسېږي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دغه طرحه وړاندیز لري چې د ۲۰۱۷ کال په راتلو دې د اسرائیلو له خوا د نیول شوې فلسطیني خاورې ښکېلاک پای ته ورسېږي.

په دې طرحه کې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د یوه کال د ننه د یوې شاملې هوکړې غوښتنه هم شوې ده.

اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال د فلسطین لوېدیځې تراډې، ختیځ قدس او غزې تراډې پراخې سیمې په ناقانونه توګه ونیولې.

د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا متحدو ایالتونو وویل، له دغې پرېکړې سره مخالفت لري، او ټینګار یې دا دی چې د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ دې د خبرو له لارې د یوه حل رامنځ ته کولو هڅې وشي، نه دا چې یوه پرېکړه پرې تحمیل شي.

واشنګټن په دې اند دی چې دا پرېکړه د اسرائیلو د امنیت لپاره ګواښ دی.

بریتانیا یې هم پر وړاندې مخالفت ښودلی.

په امنیت شورا کې د بریتانیا استازي مارک لیال ګرانټ تر رای اچونې مخکې ویلي: "په متن کې ستونزې دي، په تېره بیا د وخت ټاکلو په باب. داسې نوي عبارتونه هم شته چې د کډوالو اړوند دي. نو باوري یم چې موږ به له یولړ ستونزو سره مخامخ شو."

په ملګرو ملتونو کې د اردن استازې دینا قعوار ویلي، د رایو پایله باید د شخړې د برابرښت په درشل کې د هڅو درولو لامل ونه ګرځي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په ملګرو ملتونو کې د اردن استازې دینا قعوار ویلي، د رایو پایله باید د شخړې د برابرښت په درشل کې د هڅو درولو لامل ونه ګرځي.