فلسطینی وزیر د لاریون پرمهال وژل شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د فلسطین د کورواکې ادارې یو وزیر په لوېدیځه تراډه کې له اسرائیلي سرتېرو سره په اخ او ډب کې وژل شوی دی.
انځورونه ښيي، چې زیاد ابو عین د یوه اسرائیلي پوځي له خوا تر مرۍ کلک نیول شوی دی.
د رپوټونو له مخې، ابو عین، تر دې پېښې وروسته ژوبل شوی او پر ځمکه راپرېوتی دی.
ابو عین د فلسطین په کورواکې اداره کې د یوه بنسټ مشر و، چې د اسرائیلو د ناقانونه مېشت ځایونو ارزونه یې کوله.
اعتراض کوونکو غوښتل چې د یهودانو یوه مېشت ځای ته څېرمه د زیتون ونې کښېنوي، دوی وايي، اسرائیلو غوښتل چې دغه سیمه خپل ملکیت وګرځوي.
ددغه فلسطیني وزیر مړینه په ډاګیزه توګه لا روښانه نه ده، خو سارائیلي پوځ ویلي، د پېښې په اړه څېړنه کوي.
پر همدې مهال، د فلسطین روغتیايي سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې ښاغلی ابو عین د اوښلن غاز له کبله هم ژوبل شوی و، چې شاید همدا به یې د مړینې او ساه لنډۍ سبب شوی وي.
همداراز، ځینو عیني شاهدانو ویلي، په دې اخ و ډب کې اسرائیلي پوځیانو فلسطینی وزیر شاته ټېل واهه، یوه عیني شاهد ویلي، چې د اوښلن غاز یوه مرمۍ د ښاغلي ابو عین پر سینه ولګېده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، EPA

د اسرائیلو دفاع وزیر موشه یعلون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه فلسطیني وزیر پر مړینې خواشینی شوی دی.
د اسرائیلو دفاع وزیر دا هم ویلي، اسرائیلي او اردني کارپوهان سیمې ټه رسېدلي، چې د ابو عین د قضیې په اړه پلټنه وکړي.
یاد وزارت دا هم وايي، چې له فلسطینیانو سره یې د دې پېښې په اړه د پلټنې لپاره یوه ګډه ډله ټاکلې ده.

د عکس سرچینه، AFP
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د هغه د مړینې په اړه د پلټنې غوښتنه کړې ده، او له ټولو غاړو یې غوښتي چې "تر خپله وسه پورې له ممکنه تاوتریخوالي ډډه وکړي."
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس هم د ابو عین پر مړینې سخته خواشیني ښودلې ده، او ښاغلی ابو عین یې "شهید" بللی دی.
ښاغلی ابو عین د لسګونو فلسطیني فعالانو په منځ کې د اسرائیلو له خوا د مصادره شویو ځمکو پرضد اعتراضونو کې ګډون کړی دی.
دوی غوښتل چې یهودي مېشتې "شیلو" مېنه کې د زیتون ونې کښېنوي، چې د فلسطنیانو په باور اسرائیلو دغه سیمه په زور ترې نیولې ده او غواړي چې له خپل قلمرو سره یې یوځای کړي.








