واشنګټن کې د مدني حقونو ملاتړو لاریون کړی

د عکس سرچینه، AP
د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې زرګونو کسانو د پولیسو لخوا د دوو تور پوستو د وژل کېدو او د قضا لخوا د دغو پولیسو بې ګناه ګڼل کېدو په غبرګون کې لاریون کړی.
اټکل شوی چې د مایکل براون او اریک کارنر خپلوان وینا وکړي، مایکل براون د فرګوسن په ښار کې د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو او اریک کارنر د نیویارک پولیسو لخوا د نوموړي پر ستوني د ډېر فشار راوړو له کبله مړ شو.
دوی دواړه پولیسو سره په شخړه کې ووژل شول خو لومړیو محکمو پولیس بې ګناه وګڼل چې د محکمو دغو حکمونو د لاریون کوونکو غوسه راوپاروله.
ویل کېږي چې لاریون په سوله ییز ډول پرمخ ځي، خو پولیس په بشپړ ډول د تیارسئ په حالت کې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د لومړۍ محکمې لخوا د پولیس چارواکي دانیل پانتالیو بې ګناه ګڼل کېدل چې د اریک ګارنر د وژل کېدو لامل شو د خلکو اعتراضونه ډیر شول.
ګارنر هغه مهال ووژل شو چې د سړک پرغاړه یې په ناقانونه طریقه سیګریټ پلورل او پولیسو نوموړی محاصره کړ خو کله چې پولیس چارواکو هڅه وکړه وې نیسي نوموړي ووژل شو.
د نیویارک د عدلي طب چارواکو ویلي، چې د اریک ګارنر پر سینې د پولیسو لخوا د فشار راوړل او پرته له هر ډول فزیکي خوځښت نه پر ځمکه پرې ایستل شوی او د نوموړي د مرګ لامل شوی.
په فرګوسن ښار کې د پولیسو چارواکی دارن ویلسون د ډزو له کبله مایکل براون ووژل شو خو نوموړی هم بې ګناه وګڼل شو.

د عکس سرچینه، b
د قضا دغه پریکړه په میسوري ښار کې د لویو لاریونونو لامل شوه.








