امریکا: د دولتي ودانیو امنیتي تدابیر کلکوو

د عکس سرچینه، Getty
د امریکا حکومت اعلان کړی، چې په واشنګټن او د هېواد په نورو ښارونو کې د دولتي ودانیو امنیتي تدابیر ټینګوي.
امریکا دغه خبره وروسته له هغې کوي چې څو ورځې وړاندې د کاناډا پارلمان پر ودانۍ برید وشو او په پایله کې یې یو سرتېری په ډزو ووژل شو.
د دغه هېواد د کورني امنیت وزیر جه جانسون ویلي، دغه ګام یې د ترهګریزو ډلو له هغو ګواښونو وروسته د احتیاط په توګه پورته کړی، چې پر امریکا باندې یې د بریدونو ګوتڅنډنه کړې.
نوموړي وویل:
"د نړۍ دغو پیښو ته په کتنې سره موږ باید هوښیار ووسو"
ښاغلي جانسون ونه ویل، چې د فدرال له ۹۵۰۰ مرکزونو څخه به څو مرکزونه کلک امنیتي تدابیر ولري.
د کاناډا په برید د ۲۴ کلن سرتیري د وژلو په مراسمو کې د کاناډا لومړي وزیر سټیون هارپر وویل دی هیله لري چې د ده په د دې سوزونکي غم زغم پیدا کړو.
دغه سرتیری د پیښې پر وخت د پارلمان ودانۍ په شاوخوا کې ګرځیده چې مایکل زهاف بیبو پرې برید وکړ.
برید کوونکی پارلمان ته دننه شو او ډزې یې پیل کړې په دې وخت کې د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.
د کاناډا چارواکي وایي، هغه سخت دریځۍ ته هڅول شوی و او سره له دې چې اسلامي سخت دریځو سره یې کومه اړیکه نه درلوده خو عقیدتي او سیاسي انګیزه یې درلوده.








