ابو ختاله پر امریکايي کونسلګرۍ برید کې ځان ښکېل نه بولي

د عکس سرچینه، AP
هغه لیبیايي وګړي، چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د لیبیا په ختیځ بنغازي ښار کې د امریکا پر کونسلګرۍ د برید په مشرۍ تورن شوی، په واشنګټن کې یوې محکمې ته پرې لګول شوي تورونه بابیزه ګڼلي دي.
د احمد ابو ختاله په نامه دغه سړی په جون میاشتې کې له نیول کېدو وروسته امریکا ته لېږدول شوی و.
پر ۴۳ کلن ابو ختاله له یادې شوې پېښې سره په تړاو پینځلس جرمي تورونه پورې شوي دي.
د ۲۰۱۲ سپتمبر کې د بنغازي پر کونسلګرۍ دغه برید کې لېبیا ته د امریکايي سفیر <link type="page"><caption> کرېسټوفر سټیفنز</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2012/09/120912_hh-us-ambassador-killing-libya.shtml" platform="highweb"/></link> په ګډون څلور امریکایان وژل شوي وو.
که پر ابو ختاله باندې لګېدلي تورونه ثابت شي، د مرګ له سزا سره مخامخ کېدای شي.
د دې قضیې له کبله <link type="page"><caption> هیلري کلېنټن</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2012/10/121016_im_hillary_clinton_diplomatic_security.shtml" platform="highweb"/></link> ته د جمهوري غوښتونکو غوسه یو ځل بیا راپارېدلې ده.
نوموړې د دې پېښې پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وه.
که څه هم ابو ختاله په مستقیمه توګه محکمه کې حاضر نه و، خو د هغه په استازیتوب یې وکیل خبرې وکړې او موکل یې بې ګناه بللی دی.
پر ابو ختاله دا تور هم دی، چې ګني له ترهګرو سره یې د مادي سرچینو په چمتو کولو کې مرسته کړې ده، خو ابو ختاله دا ټول تورونه رد کړي دي.








