اسراييل: محمود عباس ''تاوتريخوالي ته لمن'' وهي

د اسرايیلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو پر فلسطیني ولسمشر محمود عباس تور لګولی چې ګواکې د تاوتریخوالي یوې نوې څپې ته لمن وهي.
هغه ویلي ښاغلی عباس خلکو ته د سولې درس نه، بلکې د ترهګرۍ زدکړه ورکوي.
ښاغلي نتنياهو ويلي اسراييل به د لا ډیرو سختو بندیزونو په لګولو او د لا ډیرو ځواکونو د ځای پر ځای کولو له لارې د نارامیو مخه ونیسي.
فلسطینیان په الاقصی جومات کې د عبادت کولو پر سر د راپورته شوي جنجال له امله په غوصه دي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي اسراييل مذهبي جګړې ته لمن وهي.
دی وايي: ''هغه څه چې اسرايیل یې کوي هغه په یوه ورانوونکې مذهبې جګړه کې د سیمې ښکیلول دي. نه مسلمانان او نه هم عیسویان دا مني چې اسرائيلیان دې د بیت المقدس د مالکیت ادعا وکړي''.
ښاغلي عباس په زغرده وويل هیڅ مسلمان او عیسوی به دا ونه مني چې بیت المقدس دې د فلسطین پلازمینه نه وي.
ده وويل پرته له دې چې بيت المقدس د فلسطين پلازمېنه واوسي، بل هېڅ شی فلسطينيانو ته د منلو نه دي او موږ به له دغه حق نه هېڅکله تېر نه شو.
د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ وروستۍ ترينګلتيا پر داسې مهال ډېرېږي، چې وړمه ورځ په دوو جلا بريدونو کې يو اسراييلی سرتېری او يوه ښځه د چړو په بريدونو کې ووژل شول.
اسراييلي چارواکي ګومان کوي چې دواړه بريد کوونکي فلسطينيان وو او لومړي وزير بنيامن نتنياهو ويلي،له هرې لارې وي، د تاوتريخوالي مخه به نيسي.








