هندوستان کې د مینې په تور ۳۰ کسان نیول شوي

د عکس سرچینه،
د هندوستان په سوېل کې پولیسو وروسته له هغه ۳۰ کسان ونیول چې د سمندر تر غاړې یو شمېر یو ځای شویو ځوانانو په عام محضر کې یو بل ته لاسونه سره ورکړي وو او یو بل یې ښکولول.
یو شمېر ټولنیزو فعالانو د دغې ټولیدنې غوښتنه کړې وه او دې ته یې د مینې د مچو مظاهرې نوم ورکړی و.
خو په دغه وخت کې یوه ډله سخت دریځه هندوان راغلل او پر هغه ځای یې چې دوی په کې راټول شوي وو برید وکړ چې ترې وروسته دغو ښځینه او نارینه ځوانانو احتجاج هم وکړ.
د دوی له ډلې یوه تن بي بي سي ته وویل چې هندي کلتور اوس زوړ شوی دی:"دا یوه اخلاقي موضوع ده چې هندي کلتور اجازه نه ورکوي چې خلک دې په عام محضر کې یو بل مچو کړي، خو د دې کلتور تاریخ تېر شوی، دغه خلک چمتو نه دي چې یو نوی شی ومني، فکر کوي چې نوی نسل دې هم د هغوی لاره خپله کړي."
که څه هم د کوچي په نامه دغه ښار کې ایالاتي سترې محکمې د ځوانانو د مخنیوي په چاره کې مداخله کول ونه منله، خو د سیمې د پولیسو مشر وايي، د نظم د ساتنې لپاره اړینه وه چې یو شمېر کسان ونیول شي.
یو شمېر هندي ځوانان وايي، دوی ته باید اجازه ورکړله شي چې د نورې نړۍ په څېر دوی هم په عامه ځایونو او عام محضر کې د مینې په خاطر یو بل مچو کړي خو سخت دريځي هندوان دا کار له خپل کلتور سره په مخالفت کې ګني او مخه یې نیسي.




