واورې د نیپال غرونو کې ۳۹ کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
نیپال کې مرستندویه کارکونکي دا څلورمې ورځې لپاره د هغو غر ختونکو لټون کوي، چې زورور واورین توپان لاندې کړي وو.
چورلکې د نیپال همالیه غرونو کې د واورین توپان او واوروښوېدنې پېښې ژوندي پاتې کسانو لټون لپاره الوتنې کوي.
دغه پېښه کې، چې دا وروستیو ورځو کې رامنځته شوه، لږ تر لږه ۳۹ کسان ووژل شول.
پاراشوټي ټیمونه او د نیپالي امنیتي ځواکونو په ګډون پر ځمکه موجود مرستندویه کارکونکو سلګونه کسان ژغورلي دي، چې ډېری یې بهرني غرختونکي او یا د هغوی ځايي لارښوونکي او باروړونکي دي.
ډېری دغه کسان سړو وهلي دي.
دوی دا وروستیو ساعتونو کې د دوو جاپاني غرختونکو په شمول دغه راز د جسدونو موندلو لپاره هم هڅې کوي لټون په یوه پراخه سیمه کې دوام لري او د بي بي سي یو خبریال وايي، لا هم څرګنده نه ده، چې څومره کسان بې درکه دي. ویل کېږي، دا نیپال کې د غر ختنې تاریخ کې تر ټولو بده پېښه ده.
مرستندویه ډلې د څلورمې ورځې لپاره د هغو غرختونکو په لټه کې دي چې له دغې پېښې ورسته بې درکه شوي دي.
داسې وېره شته چې ډېری نور مړي به تر واور لاندې وي.
تر دې دمه د ژغورنې ډلې بریالۍ شوې چې ۲۸۲ کسان د دغې غرنۍ سیمې له بېلا بېلو برخو وژغوري.
ځینو غرختونکو خپل لارښونکي تورن کړي چې د پېښې په وخت کې یې دوی په خپل حال په لوړو څوکو کې پرېښي وو.
په وژل شویو کسانو کې اسراييلیان، کاناډایان، هندوستانیان او سلواکیایان شامل دي.
ژغورل شوي کسان سړو وهلي او کېدای شي د بدن ځینې غړي یې غوڅ شي.
د نیپال چارواکو په وینا د واورې ډېر اورښت کېدای شي د اسیا له سوېلي برخې کې د 'هدهد' توپان راتلو له کبله وي.
دغه زورور توپان د هند په نیمه وچه کې د ډېرو زیانونو لامل شو.
د خبریالانو په وینا د دغو غرختونکو تري تم کېدل او وژل کېدل د غرختو صنعت ته دروند زیان اړولی.

د عکس سرچینه، AFP
دغه هېواد د دغه صنعت له کبله هر کال مناسب عاید تر لاسه کوي.








