هانګ کانګ حکومت احتجاجیانو سره "خبرو ته چمتو" دی

د عکس سرچینه، AFP
د هانګ کانګ حکومت اجرایوي مشر سي وای لینګ ویلي چې دوی راتلونکې اوونۍ د احتجاجي زده کونکو سره خبرو اترو ته چمتو دي.
نوموړي دغه څرګندونې د پولیسو او احتجاجیانو تر منځ حکومتي ودانیو ته نږدې پر یوه عمومي سړک له اخو ډب وروسته کړې دي.
ښاغلي لینګ ویلي روانه اوونۍ چارواکو د منځګړو له لارې له زده کونکو سره خبرې اترې کړې دي.
احتجاجونه هغه مهال پیل شول چې د چین حکومت داسې یو قانون وضع کړ چې له مخې یې یو شمېر خلک د ۲۰۱۷ کال د هانګ کانګ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی.
زیاتېدونکی کړکېچ
دا د احتجاجونو درېیمه اوونۍ ده. احتجاجیانو د ښار مهمې برخې نیولې دي.
دوی غواړي له دې لارې د سیاسي اصلاحاتو، په بشپړ ډول د ازاده ټاکنو په شمول، لپاره پر چارواکو فشار راوړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په پیل کې زرګونه کسان د احتجاج په ډول سړکونو ته راوتلي وو خو په تېرو څو ورځو کې یې شمېر کم شوی دی.
ښاغلي لینګ خبریالانو ته وویل:
"په تېرو څو ورځو کې د منځګړو په مرسته موږ زده کونکو ته پیغام واستوه چې غواړو دوی سره خبرې اترې وکړو".
نوموړي وویل چارواکي به د قانون پر بنسټ او ژر تر ژره په هانګ کانګ کې د نظم راوستلو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
ده زیاته کړه چې چین به له خپلې هغې پرېکړې چې له مخې یې دوی د هانګ کانګ په ټاکنو کې د یوه ځانګړي نوماند غوښتنلیک ردولی شي، په شا نه شي.
تېره اوونۍ چارواکو له زده کونکو سره خبرې اترې ځنډولې وې ځکه د دوی په وینا احتجاجیانو د ښار مهمې سیمې نیولې وې او په داسې حالت کې رغنده خبرې شونې نه وې.
پلټنې پیل شوې
په تېرو دوو ورځو کې د دواړو لورو تر منځ کړکېچ زیات شوی.
د دواړو لورو تر منځ د اجرایوي مشر د کار ځای تر څنګ د یو مهم سړک د نیولو لپاره سختې نښتې شوې دي.
ډېری احتجاجیان وايي دوی هغه مهال سیمې ته ولاړل چې پر ویډیو یې یو پولیس د یوه بې وسلې احتجاجي پر وهلو ولید.
دغې ویډیو د عامه خلکو غوصه را وپاروله خو ښاغلي لینګ وویل: "موږ باید دغه پېښې ته سیاسي رنګ ور نه کړو".
امریکا د دغې پېښې په تړاو د چټکو، رڼو او بشپړو پلټنو غږ کړی دی.
پولیسو د پنجشنبې پر ورځ وویل د ادعا شوي وهلو ټکولو ویډیو د پلټنو تر بشپړېدو د ۷ پولیسو دندې ځنډول شوې دي.








