ترکیه کې ۱۲ کردي لاریونیان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
په ترکیه کې کردانو د سوریې عین العرب (کوباني) کردي مېشت ښار کې د "اسلامي دولت" د جنګیالیو پر وړاندې د ترکي حکومت د ډېرې مداخلې په پلوۍ لاریون کړی دی.
لاریون په تاوتریخوالي اوښتی، چې لږترلږه ۱۲ کسان پکې وژل شوي دي.
د اړدوړ ضد پولیسو د ترکیې استانبول او انقرې په ګډون، په ګڼو ښارونو کې پر لاریونیانو اوښلن غاز کارولی دی.
زیاتره وژل شوي د ترکیې سوېل ختیځ اوسېدونکي دي، خو پنځه یې په دیار بکر کې وژل شوي.
ترکي چارواکو د هېواد په ځینو سوېلي کردي مېشتو ښارونو کې ګرځبندیز اعلان کړی.
"لوی دروغ"
د ترکیې په ځینو ښارونو کې پولیس له لاریون کوونکو سره کېوتي، خو لاریونیانو په استانبول کې ځینو موټرو ته اور ورته کړی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د ترکیې مرستیال لومړي وزیر یلچین اکدوغان ویلي، ترکیه به د "عین العرب (کوباني) د ساتنې لپاره تر خپله وسه هڅه وکړي."
نوموړی زیاتوي، دا وینا لوی دروغ ګڼل کېږي، چې ګني "زموږ هېواد د سیمې د اوسېدونکو د ساتنې لپاره هېڅ نه دي کړي."
ترکي ټانکونه د سوریې پر پوله ځای پرځای شوي، خو د سوریې خاورې ته لا نه دي ننوتلي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان وړاندې خبرداری ورکړی و، چې ګني کوباني ښار "سقوط ته نژدې شوی دی."
اردوغان د غازي عنتاب د کډوالو پنډغالي کې سوري کډوالو ته په وینا کې ویلي وو، د "اسلامي دولت" پر وړاندې یوازې هوايي بریدونه کافي نه دي.
اردوغان په سوریه او عراق کې د منځلارو مخالفو ځواکونو د لانور ملاتړ غوښتنه کړې وه.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د کوباني ښار د ملاتړ په پلمه د لاریونونو لمن د اروپا ځینو نورو ښارونو ته هم غځېدلې ده.
په بروکسل کې د اروپايي پارلمان ودانۍ مخې ته کردي لاریون کوونکي راغونډ شوي، او د کوباني د ژغورنې لپاره یې د نړیوالې مداخلې غوښتنه کړې ده.
د تېرې دوشنبې په ورځ هم، قهرېدلو لاریون کوونکو د هالنډ د پارلمان پر ودانۍ هجوم ور وړی و، چې د کوباني کلابندۍ ماتولو لپاره لاس په کار شي.
ملګري ملتونه
د سوريې لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی وايي نړۍ بايد پرېنږدي چې ''اسلامي دولت'' ډله د سوريې پر کوباني ښار ولکه ټينګه کړي.
سټيفن دې ميستورا بي بي سي ته ويلي چې د کوباني له لاسه وتل به يوه ټولوژنه او دغه راز د ګاونډي هېواد ترکيې لپاره يو ګواښ وي.
ښاغلي ميستورا ويلي همدا اوس بايد ګام پورته شي.
په کوباني کې د کردي ځواکونو يوه قومندان بي بي سي ته ويلي چې په وروستيو ورځو کې د امريکا په مشرۍ هوايي بريدونه اغېزناک دي.

خو د جګړې په سيمه کې له کردي جنګياليو سره پراخې همغږۍ ته اړتيا ده.
په کوباني کې د سيمه ييزې ادارې وياند کاروان زيباري وايي په دغه ښار کې کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده او که دغه ښار د ''اسلامي دولت'' لاس ته ورشي، نو يو ناورين به رامنځته شي:
''که حالت همداسې دوام وکړي او د کوباني له خلکو او ځواکونو سره چې د اسلامي دولت پر وړاندې جنګېږي پوځي مرسته و نه شي دغه ښار به د اسلامي دولت ډلې لاس ته کېوزي. دا به يو ناورين وي او هم به سوريې او هم ترکيې ته خطرناک وي او دا به د ''اسلامي دولت'' جنګيالي لا زړور کړي.''








