پاکستاني طالبانو د "اسلامي دولت" ملاتړ اعلان کړ

د عکس سرچینه، BBC World Service
پاکستاني طالبانو په سوریې او عراق کې د "اسلامي دولت" وسله والې ډلې د ملاتړ اعلان کړی دی.
د پاکستانیو طالبانو غورځنګ د اختر په تړاو خپل پیغام کې په سوریې او عراق کې پر اسلامپالو جنګیالیو غږ کړی، چې د دوی په وینا د امریکا په مشرۍ ایتلافي دښمن پر وړاندې سره یو موټی شي.
په سیمه کې د بي بي سي خبریالان وايي، که څه هم تر اوسه پورې د دغو دواړو ډلو تر منځ د همکارۍ کره شواهد نشته، خو په دې وروستیو کې د پېښور په ګډون ځینو سیمو کې د اسلامي دولت ډلې د ملاتړ لپاره ځینې شپې پاڼې خپرې شوې دي.
پاکستاني طالبانو خپل دغه پیغام په اردو، پښتو او عربي ژبو خپور کړی او په ترڅ کې یې ویلي، چې دوی د "اسلامي دولت" ډلې د موخو بشپړ ملاتړ کوي او ژمنه یې کړې، چې د دغې ډلې د ملاتړ لپاره به جنګیالي ور استوي او له هرې شونې لارې به یې مرسته کوي.
د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر په مناسبت په یوه ویناپاڼه کې ویلي، اوس د "دښمن" – امریکا پرضد د یو موټی کېدو وخت رارسېدلی دی.
"اسلامي دولت" مخکني (داعش) د سوریې او عراق زیاتره برخې لاندې کړې دي.
پاکستاني طالبانو له ۱۹۹۷ کال راهیسې د خپل حکومت پرضد خپل جنګیالي جګړو او بریدونو ته هڅولي دي.
"سیالي پرېږدئ"
د تېرې شنبې ورځې دغه اعلامیه د "تحریک طالبان پاکستان" د مشر مولانا فضل الله له خوا چمتو او د هغه د ویاند له لوري خپره شوې ده.
په اعلامیه کې له "اسلامي دولت" ډلې په عراق او سوریه کې غوښتل شوي "موږ د دښمن پروړاندې ستاسې پر بریاوو ویاړو. موږ په هر وخت کې له تاسو سره یو."
"په دې ستونزمنو ورځو کې، موږ له تاسو غواړو چې له زغمه کار واخلئ او د خپل دښمن پروړاندې یو موټی شئ، لکه څرنګه چې ستاسو دښمنان هم ستاسو پرواندې متحد شوي دي. سیالۍ باید پرېږدئ. "
په اعلامیه کې د نړۍ مسلمانانو ته ویل شوي "موږ له تاسو سره یو او له خپل وس سره سم به مو مرستې ته ځانونه ورسوو. "
په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریاله شیما خلیل وايي، ډېر لږ داسې ثبوتونه شته، چې د "اسلامي دولت" او پاکستاني طالبانو ترمنځ دې دا ډول هوکړه وشي.
زموږ خبریاله وايي، د پاکستان شمال لوېديځ پېښور ښار د "اسلامي دولت" د خواخوږو له لوري ځینې ویناپاڼې خپرې شوې دي.
له تېر جون راهیسې په عراق کې د "اسلامي دولت" له لوري په چټکۍ سره د ځینو سیمو نیول کېدو امریکا او ملګري یې ددغې ډلې پروړاندې د یوه نړیوال ایتلاف جوړولو او بمباریو ډېرو ته اړ شول.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، reuters
د تېرې شنبې په ورځ ګردي ځواکونو (پیشمرګه) او شیعه ملېشو د "اسلامي دولت" جنګیالي د شمالي کرکوک ښار له یوه مهم او ستراتیژيک پله څخه شا ته وتمبول.
په سوریه کې "اسلامي دولت" د ترکیې پر پوله کوبان ښار کې جګړه کوي، چې د دغې ډلې او ملېشو ترمنځ د جګړې پر لوی ډګر اوښتی دی.
تېره میاشت په کوبان کې د "اسلامي دولت" ډلې له لوري د جګړې له پیلېدو راهیسې تر ۱۶۰۰۰۰ سوري وګړي، چې ډېری یې کردان دي، ترکیې ته کډه شول.
په سوریه کې د څه باندې درې کلنې کورنۍ جګړې په پایله کې تر ۱۹۰۰۰۰ ډېر خلک وژل شوي دي.








