عراقي ځواکونو د حدیثې بند شاوخوا ځایونه'بیرته نیولي'

عراقي ځواکونه وايي، د حدیثې بند شاوخوا مهم ځایونه یې د امریکا هوايي بریدونو په مرسته د 'اسلامي دولت' له اورپکو بیرته نیولي دي.
د اسلامي دولت اورپکو څو ځلې دا هڅه کړې چې پر فرات سیند ودان دغه بند ونیسي.
حدیثه بند د عراق په لویدیځ انبار ولایت کې د فرات پر سیند جوړ شوی، چې د بغداد په شمال لوېدیځ ۱۸۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
امریکايي چارواکو ویلي وو، د دغه هېواد هوايي بریدونه د عراقي ځواکونو د ملاتړ په موخه شوي، چې د 'اسلامي دولت' د سخت دریځو پر وړاندې دغه بند وساتي.
دغو سخت دریځو چې د عراق پر یو شمېر بندونو د واک تر لاسه کولو هڅه یې کوله، په دې بریالي شول چې د موصل او فلوجې بندونه ونیسي، خو د حدیثه بند تر اوسه د عراقي ځواکونو او دولت پلوه سني قبیلو په واک کې دی.
د عراق مرکزي دولت ملاتړو سني قبایلو یو مشر احمد ابوریشه رویترز ته ویلي، د حدیثې بند شاوخوا هوايي بریدونو د 'اسلامي دولت' اورپکو چې غوښتل یې پر بند برید وکړي د پرمختګ مخه نیولې. د ابوریشه په وینا دغه بریدونه ډیر دقیق وو چې شاوخوا یې کوم زیان نه دی اړولی.
د دولت جوړولو لپاره د عراقي پارلمان غونډه
امریکا ويلي و، چې هغه مهال به خپل هوايي بریدونه زیات کړي چې په عراق کې د سني استازو په ګډون پراخ بنسټه دولت رامنځ ته شي. د رپوټونو پر بنسټ نن د عراق پارلمان د نوې کابینې په اړه د پریکړې کولو په تړاو غوڼده جوړه کړې ده.
په عراق کې د بي بي سي خبریال جیم میور وايي، د انبار ولایت په لویدیځه برخه کې د امریکا هوايي بریدونو دا څرګنده کړه چې دوی له هغې کرښې اوښتي چې خپله یې کښلې وه، او په هغه غوښتنه یې عمل کړی چې د عراق دولت څو ځلې ترې کړې وه. عراق په هغو سیمو کې چې داعش په کې فعالیت کوي د براخو هوايي بریدونو غوښتنه کړې وه.
په پام کې ده چې چهار شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما د 'اسلامي دولت' په وړاندې د خپل هېواد تګلاره اعلان کړي.








