پاکستانی پوځ د حکومت او سیاسي څېرو ترمنځ منځګړیتوب غواړي

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان ځواکمن پوځي مشر د لومړي وزير نواز شریف او دوو مخالفو څېرو ترمنځ چې په پلازمېنه اسلام اباد کې د حکومت ضد لويو لاريونونو مشري کوي د سياسي په ټپه ولاړ حالت د روانېدو لپاره ګام پورته کړی.
مولانا طاهر القادري خپلو زرګونو پلويانو ته ويلي، جنرال راحيل شريف يوه ورځ ترې غوښتې چې منځګړیتوب په کې وکړي.
بل سياستوال عمران خان هم د ښاغلي قادري خبره ورغبرګه کړې ده.
دواړه سياسي مشران چې ادعا کوي د تېر کال په عمومي ټاکنو کې ټګۍ برګۍ شوي د لومړي وزير نواز شريف د استعفا غوښتنه کوي.
د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف او د طاهرالقادري په مشرۍ د عوامي تحریک ګوندونو له څو ورځو راهیسې اسلام اباد کې د لومړي وزیر نواز شریف د استعفا په پلوۍ غونډې پیل کړې.
په تېرو دوو اونیو کې د اسلام اباد واټونو کې د حکومت ضد سوله ییز لاریون روان دی، لاریونیان له لاهور ښار نه اسلام اباد ته تللي او هلته دېره شوي دي.
قادري ویلي، د پوځ مشر له مخالفانو د دولت او مخالفانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره ۲۴ ساعته وخت وخت غوښتی دی.
رپوټونه وايي، جنرال راحیل شریف له نواز شریف سره هم کتلي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د تحریک انصاف او عوامي تحریک مشرانو ویلي، د تېر کال په هغو ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې، چې په پایله کې یې نواز شریف لومړی وزیر وټاکل شو.
طاهر القادري په لاهور ښار کې د ۱۴ لاریون کوونکو د وژنې په تور محکمې ته د نواز شریف د راکاږلو غوښتنه هم کړې ده.
سیمه ییزو پولیسو په لومړنیو رپوټونو کې لومړی وزیر په دې پېښه کې یو شکمن کس بللی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان ددفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، د پوځ رول باید د اساسي قانون په چوکاټ کې وي.
که څه هم تر اوسه د دولت پرضد لاریونونه سوله ییز دي، خو د اسلام اباد په سره سیمه کې، چې ګڼې دولتي ادارې او سفارتونه دي، زرګونه خلک راغونډ شوي، چې د ممکنه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره حکومت ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه ځای پرځای کړي دي.








