تحریک انصاف ګوند غړي له پارلمانه استعفا کوي

ښاغلي خان له خپلو پلویانو وغوښتل چې لاریون ته په سولیز ډول ادامه ورکړي او ګډوډۍ را منځ ته نه کړي.
د عکس تشریح، ښاغلي خان له خپلو پلویانو وغوښتل چې لاریون ته په سولیز ډول ادامه ورکړي او ګډوډۍ را منځ ته نه کړي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اعلان وکړ چې ګوند یې له ملي شورا او د پنجاب، بلوچستان او سند له ولایتي شوراګانو د استعفا پرېکړه کړې ده.

نوموړي ویلي چې د خیبر پښتونخوا له شورا د استعفا په اړه پر صلاح مشوره بوخت دي ځکه چې په دې صوبه کې دوی ګډ حکومت لري.

عمران خان دا اعلان هم کړی چې د ده پلویان دې د لاریون له ځایه باید د اسلام آباد د حساسو مرکزي برخو (ریډ زون) په لور وخوځېږي.

نوموړي خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل:

"زه نه غواړم چې تاسو پولیسو سره نښته وکړئ. سبا به زه له تاسو وړاندې د اسلام آباد مرکزي ساحې پر لور روان شم. پولیس باید پرېکړه وکړي چې پر عمران خان به ډزې کوي او که نه. زه د پاکستان پولیس پېژنم، هغوی به هیڅکله پر عمران ډزې و نه کړي".

ښاغلي خان له خپلو پلویانو وغوښتل چې لاریون ته په سولیز ډول ادامه ورکړي او ګډوډۍ را منځ ته نه کړي.

تر دې وړاندې، نوموړي پر خلکو غږ کړى و چې د واکمن گوند په وړاندې د احتجاج په توگه دې د ماليو له ورکړې ډه ډه وکړي، او همداراز د برېښنا د لگښت بيه دې نه پرې کوي.

نوموړي له پاکستاني سوداگرو هم غوښتلي و چې د هر راز سوداگرييزې ماليې له ورکړې دې ډه ډه وکړي.

د مدني سرغړونې له اعلان وروسته، د ښاغلي خان پلويانو د لومړي وزير دفتر په لور د لاريون غوښتنه کوله خو عمران خان بلاخر اعلان وکړ چې لومړي وزير نواز شريف ته دوه ورځې وخت ورکوي چې له واکه لاس په سر شي.

د تحريک انصاف گوند مشر گواښ وکړ که ښاغلى شريف خپلې استعفا لپاره د دوى له لوري ټاکل شوې وروستۍ نېټه له پامه وغورځوي، نو د تحريک انصاف پلويان به د هغه د دفتر په لوري لاريون وکړي، او هلته به خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړي.

تېره ورځ ګوجرانواله کې د عمران خان پر موټر ډزې وشوې، خو هغه ژوبل نه شو.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، تېره ورځ ګوجرانواله کې د عمران خان پر موټر ډزې وشوې، خو هغه ژوبل نه شو.

عمران خان وايي "که نواز شريف له واکه لاس په سر نه شي، زه به د دغه سمندري توپان (سونامي) مخه ونشم نيولاى."

عمران خان ادعا کوي چې نواز شريف د ٢٠١٣ م کال په ټاکنو کې په درغليو واک ته رسېدلى دى.

"که نواز شريف له واکه لاس په سر نه شي، زه به د دغه سمندري توپان (سونامي) مخه ونشم نيولاى"

ښاغلى خان چې تېره جمعه ناوخته له یوه لاریون سره له شپږ دېرشو ساعتونو سفر وروسته اسلام اباد ته ورسېد وايي پلویان به یې د لومړي وزیر نوازشریف د استعفا کولو ترمهاله د اسلام اباد مهم سړکونه نیولي وي.

بل لوري ته مذهبي مشر مولانا طاهر القادري هم د یوه ورته احتجاج مشري کوي چې گډونوال يې له واکه د ښاغلي شريف د څنگ ته کېدو غوښتونکي دي.

د میا نوازشریف یوه ویاند وویل، حکومت چمتو دی د ټاکنیزو درغلیو په باب تحقیقات وکړي، خو وايي لومړی وزیر به د یوه لاریون پایله کې استعفا و نه کړي.

خبریالان وايي دغه دواړه لاریونونه د نوازشریف یوه کلن حکومت پر وړاندې تر اوسه لویه ننګونه بلل کېږي.

د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د خپلواکۍ د لمانځنې پر ورځ د عمران خان پر موټر ډزې وشوې.

که څه هم خان ته زیان نه دی اوښتی، خو په ګوجرانواله ښار کې لاریونیان له حکومت پلوو سره کېوتلي وو.