عمران خان پاکستاني کډوالو ته بېړنۍ مرستې غواړي
د پاکستان یوه سیاستوال عمران خان بي بي سي ته ویلي، پوځ باید هغو سیمو ته د مرستندویو ادارو د مرستو رسولو لړۍ ته د مرستو رسولو اجازه ورکړي، چې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له کبله بې ځایه شوي.
نوموړی وايي، د مرستندویانو له همکارۍ پرته، د هغه ګوند (تحریک انصاف) په یوازې سر د بې ځایه شویو د لاسنیوي تر عهدې نه شي وتلی.
نوموړی زیاتوي، د تېرو څو اونیو عملیاتو په لړ کې د شمالي وزیرستان بې ځایه شوي له "انساني ناورین" سره مخامخ شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې درې اونۍ مخکې د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې شاوخوا ۷۵۰۰۰۰ خلک بې ځایه شوي دي.
د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د اورپکو د فعالیتونو او جرړو ختمولو په موخه عملیات پیل کړی دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
پاکستاني لومړي وزیر نواز شریف وروسته تر هغه ددغو عملیاتو پیلولو امر وکړ، چې تېره میاشت اورپکو د کراچۍ پر هوايي ډګر مرګونی برید وکړي، چې ویل کېږي، د برید مخکښ کسان ازبک اورپکي او پاکستاني طالبان وو.
پوځ وايي، اوس یې شمالي وزیرستان ته د طالبان او هغو بهرنیو اورپکو د ځپلو لپاره نور ټانکونه او پوځیان استولي، چې له افغانستان سره پر پوله یې ترهګریز پلانونه جوړول.
پوځ وايي، د عملیاتو له پیلېدو راهیسې په هوايي بریدونو کې لسګونه اورپکي وژل شوي.
د عملیاتو له سیمې زرګونه کورنۍ بنو او د ډیورنډ کرښې ته څېرمه خوست ولایت ته کډوال شوي دي.








