د وزیرستان عملیاتو تر ۶۰۰ زرو ډېر خلک بې ځایه کړي

د عکس سرچینه، AFP
پاکستاني چارواکو ویلي، د شمالي وزیرستان د عملیاتو له پیل راهیسې تر شپږ سوه زرو ډېر خلک په کور د ننه کډوال او بې ځایه شوي دي.
د پاکستان قبایلي شمالي وزیرستان کې نژدې دوې اونۍ مخکې د اورپکو پرضد عملیات پیل شول.
د ضرب عضب په نامه د دغو عملیاتو په اوږدو کې په کور د ننه لږترلږه ۵۷۵۰۰۰ وګړي بې ځایه شوي دي.
د محسن علي په نامه یوه پاکستاني چارواکي رسنیو ته وویل، اوسمهال پر بې ځایه شویو خلکو ۳۰ میلیون پاکستاني روپې وېشل کېږي.
دی وايي، له بې ځایه شویو سره د پنجاب د حکومت له خوا ۵۰ لارۍ او د عمران خان بنسټ له لوري ۲۰ لارۍ توکي مرسته شوي دي.
د شمالي وزیرستان د عملیاتو له کبله په درو ځایونو کې په کور د ننه د بې ځایه شویو نوملیکنه روانه ده.
د پاکستان حکومت وايي، له نژدې ۷۰ سلنه بې ځایه شویو کورنیو سره یې د خوراکي توکو مرستې کړې.
د تېر جون پر ۱۵، د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د اورپکو پرضد عملیات پیل کړل.
په عملیاتو کې د اورپکو مهم پټنځایونه او د فعالیت مرکزونه په نښه شوي دي.
ضربِ عضب یا پرې کوونکې توره
پاکستاني پوځ دغو عملیاتو ته د 'ضربِ عضب' یاپرې کوونکې تورې نوم ورکړی دی.
پوځ وايي چې په دې عملیاتو کې سلګونه اورپکي وژل شوي، خو د ولسي مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکړل شوي.
پاکستان په عملیاتو کې تر اوسه د ۱۷ پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړی.
پاکستاني چارواکي وايي، د جګړې له کبله له اغېزمنو شویو سره په روژه کې مرستې پیل شوې دي، چې تر کوچني اختر پورې به دوام وکړي.
وړاندې، د پاکستان پوځ ویلي وو، قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې یې ځمکني عملیات پیل کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP
پوځ وايي سرتېرو يې اوس په ميرانشاه کې کور په کور پلټڼې پيل کړي دي.
د پاکستان پوځ وروسته له هغه پر شمالي وزيرستان د عملياتو کولو پرېکړه وکړه، چې د سولې په تړاو يې له پاکستاني طالبانو سره خبرې بې پايلې راوختې.
یو اېن اېچ سي آر وايي شاوخوا ۶۵ زره کډوال د پاکستان له قبایلي سیمې شمالي وزیرستان څخه د افغانستان سویل ختیځ ولایت خوست ته کډه شوي دي.
مخکې د خوست ولايت روغتيايي چارواکو ویلي وو چې د وزيرستاني کډوالو څه د پاسه ۱۳۰۰۰ ماشومان د پوليو پر ضد واکسين کړي دي.








