کډه شوې قبایلي مېرمنې له ستونزو کړېږي

د شمالي وزیرستان قبایلي سیمو لسګونه زره کډه شوې مېرمنې له سختو حالاتو سره لاس او ګریوان دي او د سختې ګرمۍ او فقر له لاسه روژې میاشتې ته هم اندېښمنې دي.
په بنو کې د خښتو د یوې بټۍ مالک ځینو بې ځایه شو کسانو ته د یوې یوې کوټې سرپناه جوړولو ځای ورکړی دی.
حسیمې په لومړي ځل له خپلې سیمې میر علی نه بنو ته سفر کړی او په دې سرپناه وو کې اوسیږي.
د ۱۵ کسانو لپاره یوه خونه پیدا کیږي خو د دوی لپاره اوبه او خواړه نه شته او د اوسیدو ځای یې هم وړوکی دی.
حسميه وايي: ''تاسو زموږ د اوسېدو ځای وګورئ، څومره تنګ دی؟ په خونه کې څلور کټونه ايښي او د ويده کېدو لپاره ۱۵ کسان دي''.
حسیمه په دې انېښنه کې ده چې د روژې میاشت ده او دوی سره نه د خوړو لپاره څه شته او نه د کور وسایل شته.
له کوره بهر د حسیمې او د هغې په عمر ځوانو نجونو ته یوه لویه ستونزه د بې حرمتۍ ده. دوی وايي د سر پناه ځای یې وړوکی دی او د حیا د ساتلو لپاره دوی څملاستلی نه شي ډېر وخت په ناستې او ولاړې تیروي.
“ له ویرې موږ له کوره په یوه ټکري کې را وتلې یوو په لاره کې هم د اوبو ستونزه وه او ناپاکو اوبو څښلو ته اړ شو او ماشومان د استفراغ او اسهال له امله ناروغان شول”.
حسیمه وايي چې په دې منډو ترړو کې څو ماشومان ورک شول او ډېری د اسهال او استفراغ ناروغۍ له امله له سخت ګواښ سره مخ دي.
حسیمې له سخت غم او غوسې سره وویل، چې د پاکستان حکومت څنګه کولی شي پرته له دې چې دوی ته د وتو فرصت ورکړي له خپلو کورونو د وتو امر ورته کوي.
دا غواړي چې حکومت په یوه ځل د دوی سیمه له سخت دریځو پاکه کړي تر څو خلک له خپلو سیمو څخه د بیا ځلي وتو څخه وژغورل شي.








