له هولوکوست ژغورل شویو د فلسطینیانو ټولوژنه وغندله

د عکس سرچینه، AFP
له هولوکوست نه سلګونو ژغورل شویو یهودانو هغه ویناپاڼه لاسلیک کړې ده، چې "په غزه کې یې د فلسطینیانو ټولوژنه غندلې".
دغه اعلامیه په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د یوه اعلان په بڼه خپره شوې، چې پر غزې او اسرائیلو د بندیزونو لیرې کولو غوښتنه کوي.
په اعلامیه کې لاسلیک کوونکو "په اسرائیلي ټولنه کې د فلسطیني شیطانت کوونکو" په اړه اندېښنه ښوولې خو د غزې پرضد یې د امریکا متحده ایالتونه له دې کبله ملامت کړي، چې ګني د "اسرائیلي پوځي بریدونو تمویل" یې پرغاړه درلود.
لاسلیک کوونکو ویلي، دا اعلامیه یې د سولې د نوبل جایزې د یوه یهودي-امریکايي وګړي ایلي فایزل د اعلامیې په مقابل کې خپره کړې ده.
دغه یهودي د حماس ډله له نازیانو سره ورته بللې.
د هولوکوست ژغورل شویو کسانو پخپله اعلامیه کې ویلي، چې اسرائیلو په غزه کې د سلګونو ماشومانو په ګډون د ۲۰۰۰ فلسطینیانو د وژلو او د غزې د ویجاړولو لپاره هېڅ معقول دلیل نه درلود.
په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې په غزه کې د ملګرو ملتونو امن ځایونو، کورونو او د روغتونونو او پوهنتونونو بمبارولو ته هېڅ منطقي دلیل نه شته.
د اعلامیې لیکونکي وايي، اسرائیلو په لوی لاس د غزې پر وګړو اوبه برېښنا پارچاو کړي او له مېشت خونو یې بې برخې کړي دي.
په اعلامیه کې د "هر راز نژاد پالنې پرېښودلو او د فلسطیني ولس روانې ټولوژنې د درېدو" غوښتنه شوې ده.
اعلامیې هولوکوست ته په اشارې سره پر "نور باید تکرار نه شي" شعار ټینګار کړی، چې هدف یې شاید دا وي چې هېڅ ولس پرضد باید د "ټولوژنېر عمل تکرار نه شي.








