"غزه کې د لسگونو زرو وگړو کورونه ويجاړ شوي"

د عکس سرچینه، AP
اسراييلو له تېرې نيمې شپې راهيسې د غزې پر تراډې څه د پاسه ٣٠ بريدونه کړي دي.
چې د بي بي سي د خبريال وپه وينا يوه چاودنه د حماس پريوۀ روزنځي د بريد له امله رامنځته شوې.
فلسطيني اورپکو هم پر اسراييلو نور توغنديز بريدونه کړي دي.
فلسطينيان وايي د جگړې له بيا پيلېدا وروسته د حماس د يوۀ لوړپوړي غړي په گډون لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.
ملگرو ملتونو اټکل کړى چې په وروستيو اوونيو کې په غزه کې د نژدې ٦٥٠٠٠ وگړو کورونه ويجاړ شوي دي.
حماس وايي د مصر په منځګړیتوب د مذاکراتو بیا پیلولو لپاره چمتو دي.
له بلې خوا ملګرو ملتونو او امریکا په غزه کې د جنګ بیا پیلیدل وغندل او په دواړو مخالفو غاړو یې غږ کړی چې سختو جنګونو ته د پای ټکی کېږدي او د خبرو اترو له لارې د تل پاتې سولې کوښښ وکړي.
د جمعې په ورځ (اګست ۸) د درې ورځنۍ اوربند په پای ته رسیدو سره پر اسراييلي سېمو د غزې له خوا راکټي بریدونه وشول او اسراييلو هم پر غزې بریدونه پیل کړل.
اسراييل وايي، دوی له هغه وروسته چې د غزې له خوا راکټونه ورغلل د حماس ډلې ځایونه یې په نښه کړل. په تازه بریدونو کې پنځه فلسطینیان وژل شوي او دوه اسراييلي ټپیان دي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ وايي، د حماس له خوا د راکټي بریدونو بیا پیلول نه یوازې دا چې د اسرايیل او فلسطیني وګړو ژوند به نا امنه کړي بلکې د فلسطینیانو د سولې هیلو ته رسیدل به نا ممکنه کړي.
امریکايي ویاند هیله څرګنده کړه چې دواړه خواوې دې د اوربند غځولو کوښښ وکړي تر څو له دې لارې تل پاتې اوربند را منځ ته شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په یوه بیا ن کې ویلي، چې د ولسي وګړو وژنه د زغم وړ نه ده.
داسې ګومان کېږي چې حماس د اسراييلو له خوا د دوی د غوښتنو د نه منلو له امله اوربند ونه غځوۀ. ګومان کېږي چې حماس د اسراییلو له خوا د غزې کلا بندۍ د پای ته رسولو غوښتنه کوي خو اسراييل یې منلو ته چمتو نه دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service
حماس د اسراييلو له دې غوښتنې سره چې غزه دې له ترهګرو پاکه شي، مخالفت کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون دواړو خواو ته ویلي، چې د بشر دوستۍ پر بنسټ رامنځ ته شوي اوربند ته درناوی وکړي او په قاهره کې یو ځل بیا د خبرو پر میز را ټول شي.
په تېره یوه میاشت کې د روانې شخړې له امله د ۱۹۰۰ نه ډېر کسان وژل شوي دي.
حماس وايي، تر څو اسراييل د غزې کلا بندي ختمه نه کړي، د اوربند لپاره چمتو نه دی.
مصر چې د فلسطین او اسراييل ترمنځ د سولې راوستو هڅې کوي له دواړو غاړو غوښتي چې بيا د خبرو میز ته ستانه شي.
یوۀ فلسطیني پلاوي د جمعې په ورځ یوه مصري منځگړي سره لیدلي، خو اسراييلو له مذاکراتو انکا کړ ى او وايي چې د حماس د بریدونو پر مهال مذاکرات نه شي کولی.








