اسرائیلو برید کې د حماس مشر په نښه کړی

حماس ویلي چې د دوی د پوځي مشر محمد ضیف ښځه او ماشوم پر غزې تراړه د اسرائیلو په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.
له هغه وروسته چې د سه شنبې پر ورځ جګړه بیا پیل شوې تر اوسه ۱۹ فلسطینیان وژل شوي دي.
دواړه خواووې یو بل د قاهرې د سولې د خبرو د هوکړې پر ماتولو تورنوي.
اسرائیلي پوځ ویلي چې دوی پر خپله ځمکه د ۱۳۷ توغندیو د توغولو په ځواب کې ۹۲ هوايي بریدونه کړې دي.
د شپږو اونیو په سخته جګړه کې تر اوسه لږ تر لږه ۲۱۰۳ کسان وژل شوي دي.
مصر د لس ورځنۍ سولې پر ماتېدا ژور خپګان څرګند کړی دی او ویلې یې دي چې د یوې اوږد مهاله سولې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د بمونو پناه ځای
د بي بي سي خبریال کېوین کونولي له بیت المقدس نه راپور ورکوي داسې باور کېږي چې د سه شنبې پر ورځ ناوخته د غزې ښار پر یوه کور د هوايي برید موخه محمد ضیف و خو پر ځای یې د ده ښځه او کوچنی ماشوم په برید کې ووژل شول.
د حماس یوه چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې "ښاغلی ضیف اوس هم ژوندی دی او د اسرائیلو پر ضد د پوځي عملیاتو مشري کوي".

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
د اسرائیلو د کورنیو چارو وزیر ګېدین سار دغه برید سم بللی ځکه په وینا یې ښاغلی ضیف د لسګونو کسانو د وژلو مسول دی.
د اسرائیلو د ساینس وزیر او د امنیتي څانګې پخواني مشر یاکوف پیري ویلي چې "که موږ راپور نه درلودای چې ښاغلی ضیف هماغه کور کې دی نو موږ به پرې برید نه وای کړی".
د روغتیا څانګې چارواکو ویلي چې له برید وروسته، ژغورونکو د ویجاړ شوي کور له کنډو کپرو لاندې د کورنۍ د دریو غړو مړي راویستل.
په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال په وینا اوسمهال هیچا په رسمي ډول دا خبره نه ده کړې چې ګنې په قاهره کې د سولې خبرې له منځه تللې دي خو د دغو خبرو بیا پیلول ګران ښکاري.
حماس اسرائیل د اوربند پر ماتولو تورنوي او اسرائیل بیا همدغه تور پر حماس لګوي.
خو دواړه غاړې په یو خبره سره همغږي ښکاري چې نور نو د خبرو وخت پای ته رسېدلی دی.








