د کراچۍ سمندر کې ۲۱ کسان ډوب شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د چهارشنبې په ورځ د اختر د مېلو پرمهال په سمندر کې د ډوبېدو له کبله ۲۱ کسان وژل شوي دي.
د مرستندویه کارکونکو په وینا پېښه کې لا هم یو شمېر کسان بې درکه دي، چې وايي لټون یې دوام لري.
د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې پېښه د کراچۍ ساحلي سیمې کلفټن کې رامنځته شوه، چې وايي نن پنجشنبه هم له سمندره پنځه مړي رایستل شوي.
چارواکو د سمندري څپو لوړوالي له کبله سمندر ته په کوزېدو بندیز لګولی و، خو د کوچني اختر په مناسبت یو شمېر کسان د بحر غاړې دغه ځای ته د مېلې لپاره ورغلي وو، چې پېښه رامنځته شوه.
ډوب شوي کسان د هغو زرګونو خلکو له ډلې دي، چې کلیفټن ساحلي سیمې ته د کوچني اختر د خوښیو لمانځلو لپاره ورغلي وو.
په وژل شویو کې د یوې کورنۍ او ان ۱۲ کلن ماشومان هم دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
په تېر جون کې د موسمي بارانونو د پیلېدو له کبله سمندر ته د کوزېد او پرلامبو وهلو بندیزونه ولګېدل.
که څه هم دغو کسانو ته د ډوبېدو خبرداری ورکړل شوی و، خو دوی د چارواکو دا خبره بابیزه ګڼلې وه.
له یوې بلې ساحلي سیمې نه دوه کسان ژغورل شوي دي.
د کراچۍ یوه جګپوړي افسر عبادت نثار اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي "حکومت په تېر جون کې د موسمي بارانونو له پیېلدا مخکې په سمندر کې پر لامبو وهلو بندیز ولګاوه، او د بندیز عملي کولو لپاره پولیس هم استول شوي وو، خو خلکو شور او شغپ وکړ".








