حماس ډله وايي د غزې جګړې ته دوام ورکوي

د عکس سرچینه، na
د حماس يوه قومندان هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د حماس جنګياليو غزه کې د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو لپاره اوربند ته غاړه اېښې ده.
د حماس د پوځي څانګې قومندان محمد ضيف په يوه غږيز پيغام کې ويلي چې ''جنګيالي يې په لېوالتيا مرګ ته انتظار دي''.
د محمد ضيف دغه څرګندونې پر داسې مهال خپرې شوې، چې تېره ورځ اسراييلو پر غزې له هوا، ځمکې او سمندر نه سخت ګوزارونه وکړل.
په غزه کې چارواکي وايي د اسراييلو د تېرې ورځې بريدونو له ۱۰۰ زيات فلسطينيان ووژل، چې په غزه کې د وژل شويو ټولو فلسطينانو شمېر اوس له ۱۲۰۰ واوښت.
د دوی په خبره ډېری وژل شوي فلسطينيان ملکيان دي او پر غزې د يرغل له پيل راهيسې ۶۷۰۰ فلسطينيان ټپيان شوي دي.
پر غزې له يرغل راوروسته تر اوسه ۵۳ اسراييلي سرتېري هم وژل شوي دی.
د دې ترڅنګ دوه ملکيان او يوه تايلنډی کارګر هم په اسراييلو کې د حماس د راکټي بريدونو له امله وژل شوي دي.
د کلابندۍ ختمول
د اوربند د ټينګېدو په موخه له نړیوالو فشارونو سره هممهاله اسراييل او حماس دواړه پر خپلو دريځونو ټينګار کوي.
د اسو شيټيډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې محمد ضيف ويلي: ''موږ د اوربند لپاره هېڅ شرط نه منو. پرته د يرغل له درېدو او د غزې د کلابندۍ اوربند هېڅ ګټه نه لري''.
اسراييلو او مصر له ۲۰۰۷ کال راهيسې غزې ته د توکو پر استولو بنديز لګولی دی.
د محمد ضيف غږيز پيغام په هماغه ورځ خپرېږي، چې څنګه حماس جنګيالي له تونلونو/ څمڅو نه پر اسراييلي سرتېرو بريدونه کوي.
د اسراييلو د دفاع وزارت وايي که له حماس سره اوربند وشي، بيا هم د څمڅو ويجاړولو ته دوام ورکوي.
تر دې وړاندې يوه فلسطيني چارواکي ياسر عابد رب په لويديځه غاړه کې ويلي و، چې اوربند نژدې دی او ادعا يې وکړه چې د حماس په استازيتوب خبرې کوي.
خو د حماس یوه وياند په سملاسي ډول دغه څرګندونې رد کړې.








