استرالیا له مصر د پیټر ګریسټي خوشي کول غواړي

د عکس سرچینه،
د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د الجزیرې د انګلیسي برخې خبریال پیټر ګریسټي د بند مودې غځولو په غبرګون کې یو جګپوړی دیپلومات مصر ته استولی، چې رسماً له مصر د هغه د بښلو غوښتنه وکړي.
د استرالیا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویلي، مصری مرستیال سفیر یې ورغوښتی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
استرالیا وايي، د بهرنیو چارو وزیره به د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سامح شکري د پیټر پر موضوع وغږېږي.
په استرالیا کې د مصر سفیر دا مهال په قاهره کې دی.
استرالیا ویلي، د خبریالانو د نیولو موضوع کې لومړی سیاسي انګیزې وې، ځکه چې دوی واک ته پوځ تر رسېدو وروسته ونیول شول.
د محمد مرسي په مشرۍ د اخوانیانو حکومت په دیموکراتیک ډول وټاکل شو، خو د پوځي مشر له خوا پوځي کودتا اخوانیان ډېر وځپل او ان دغه ډله یې "ترهګره" اعلان کړه.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره وايي "موږ مصري ولسمشر ته د خبریال د بندي کولو په تړاو رسمي غوښتنه کوو".
د مصر د ولسمشرۍ یوه چارواکي د تېرې دوشنبې پر ورځ وویل، ولسمشر د استیناف محکمې له امر او پرېکړې پرته د هېچا د بښلو فرمان نه شي صادرولی.
خو د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت وايي "د مصر نوی حکومت نړۍ دا د ثابتولی شي، چې په دیموکراتیک تګلوري درومي او هم د وینا پر ازادۍ باور لري".
وړاندې د مصر محکمې د الجزیرې شبکې استرالیایی خبریال پیټر ګریسټي په اوه کاله بند محکوم کړي.
استرالیا وايي، د مصر دغې پرېکړې نهیلې کړې او ټکان یې ورکړی دی.
مصر د الجزیرې شبکې نهه خبریالان د اوو او لسو کلونو ترمنځ په بند محکوم کړي دي.
باهر محمد په لسو کلونو، پیټر ګریستي او محمد فهمي په اوو- اوو کلونو بند محکوم شوي دي.
خو عبدالوهاب، خلیل، علي خلیل، علاء بیومي او محمد فوزي- او دومینیک کین او سو تیرتن هم په لسو- لسو کلونو زندان محکوم شوي.








