مصر د "الجزیرې" شبکې یوه خبریاله نیولې

د عکس سرچینه،
مصري چارواکو د الجزیرې یوه مرستیاله خبریاله نیولې ده.
الجزیرې تلوېزیون ویلي، مصري چارواکو رشا جعفر ځکه نیولې ده چې د ټاکنو په ورځ کې د رای اچونې د مرکزونو داسې وېډیوګانې اخیستې، چې هېڅ رای اچوونکی پکې نه لیدل کېده.
رشا جعفر یوه خپلواکه خبریاله ده، خو له الجزیرې تلوېزیون سره یې همکاري درلوده.
رشا د قاهرې شمال ختيځ بورسعید کې پخپل کور کې نیول شوې، چې له هماغه ځایه یې الجزیرې تلوېزیون ته وېډیوګانې استولې.
الجزیره تلوېزیون په مصر کې له فعالیت منع کړل شوی دی.
که څه هم په قطر کې د الجزیرې تلوېزیون په رسمي توګه د خبریالې د نیول کېدو خبر نه دی تایید کړی، خو په مصر کې د الجزیرې څانګې ویلي، چې رشا په تېره چارشنبې نیول شوې ده.
مصر د الجزیرې درې نور خبریالان (محمد فهمي، پیټر ګریست او باهر محمد) هم نیولي او له اخوان المسلمین ګوند سره یې د تړاو لرلو په تور محاکمه کوي.

د عکس سرچینه، al jazeera
د الجزیرې عربي څانګې یو بل خبریال عبدالله الشامي په تېر اګست میاشت کې ونیول شو، چې له څه باندې نهه میاشتې بند وروسته لاهم کوم تور پرې ثابت شوی نه دی.
د تېرې جنورۍ پر ۲۱ الشامي د نه خوړو اعتصاب وکړ، ځکه چې محکمې یې د بند سزا ۴۵ ورځې نوره غځولې وه.
د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي، د رشا کور ته یې عسکر ورلېږي، او د هغې کمپیوټر، ګرځنده تیلېفون او نور توکي یې ترې اخیستي دي.
دغه وزارت رشا هم د اخوان المسلمین ګوند په ملاتړ تورنه کړې ده.








