اوکراين کې ۷ ورځنی يو اړخيز اوربند پلی شو

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکراین حکومت د هېواد په ختیځ کې د اووه ورځني سملاسي یو اړخیز اوربند امر کړی دی.
د کورنیو چارو وزیر وایي د دې اوربند موخه داده چې په سیمه کې بېلتون پالو ته پر ځمکه د وسلې اېښودلو وخت ورکړي.
خو د روسي پلوو بېلتون پالو مشر ویلي دوی به یوازې هغه مهال وسله پر ځمکه کېږدي چې اوکرایني ځواکونه له سیمې ووځي.
مسکو وایي اوربند بېلتون پالو ته یوازې د خبرداري په مانا دی.
بل لورته د امریکا متحد ایالتونو خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې به د روسيې ځواکونو عملیاتو ته اجازه ور نه کړي.
سپينه ماڼۍ وایي په پوله کې د ځواکونو د تیارېدو په اړه اندېښمنه ده.
امریکا په اوکراین کې د یوه ځان نومولي ښاروال په ګډون پر اوو روسي پلوو بېلتون پالو مشرانو نوي بندیزونه ولګول.
روسیې په غبرګون کې د نړیوالې سوداګرۍ ټولنې ته ګیله کړې چې د ازادې سوداګرۍ په اړه یې خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.
تر دې وړاندې هم امريکا او لويديځو ملاتړو يې پر يو شمېر روسي چارواکو او پانګوالو د کريميا په ځينو څېرونو بنديزونه لګولي وو.
دغه بنديزونه وروسته له هغه ولګول شول، چې کريميا د يوې ټولپوښتنې په پايله کې له اوکراین نه جلا او له روسيې سره يو ځای شوه.
د کريميا تر جلا کېدو وروسته د اوکراين د ختيځ په هغو سيمو کې چې ډېری اوسېدونکي يې روسي ژبي دي هم خلک د اوکراين پر ضد راپاڅېدل.
ډونېڅک او لوهانڅک دوه هغه سميې دي چې په دې وروستيو کې يې د يوې ټولپوښتنې په ترڅ کې خپلواکي اعلان کړه.
خو د اوکراین ولسمشر پيترو پوروشينکو وايي دغه سيمې د اوکراین يوه برخه ده او وي به.








