امریکا پر داعش د بمبارۍ په باب غور کوي

د عکس سرچینه، Getty
په داسې حال کې چې د عراق حکومت له امریکا پر داعش سخت دریځې ډلې د هوايي بریدونو پیلولو غوښتنه کړې، امریکايي ولسمشر بارک اوباما ویلي، په عراق کې پوځي ګام اخیستل د کانګرس تایید ته اړتیا نه لري.
د امریکا د ګډو ځواکونو د لویو درستیزانو د جرګه ګۍ مشر جنرال مارټین ډیمپسي د عراقي حکومت له خوا پر داعش د بمبارۍ غوښتنه تایید کړې ده.
عراق په رسمي توګه له امریکا د بریدونو غوښته کړې ده.
دا غوښتنې او څرګندونې وروسته تر هغه وشوې، چې داعش ډلې د عراق د تېلو ډېر بډایه سیمه بیجي هم ونیوه.
د تېلو د چاڼ په دې سیمه کې د عراق د اړتیا وړ ټول سون توکي برابرېږي او د دغه هېواد د تېلو له اړخه د اقتصاد لویه سرچینه ګڼل کېږي.
د عراق لومړي وزیر نوري المالکي وړاندې له عراقیانو د داعش پروړاندې د یو موټی کېدو غوښتنه کړې وه.

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تېرې چارشنبې په ورځ د کانګرس له مشرانو سره د عراق په اړه غونډه کړې وه.
سپینې ماڼۍ د اوباما تر دې کتنې وروسته په یوه ویناپاڼه کې د اوباما له قوله ویلي چې "د امریکا د داعش د ګواښ د مخنیوي لپاره د امنیتي همکارۍ په ګډون د عراقي امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو په اړه غونډه وکړه".
په غونډه کې دیموکرات سناتور هري ریډ وویل: "په هېڅ ډول" به په عراق کې د امریکايي پوځيانو د نظامي مداخلې ملاتړ ونه کړي.
پر همدې مهال، جنرال ډیمپسي له نورو سناتورانو سره وویل، د امریکا ملي له داعش سره په هر ځای کې چې وي، د مقابلې غوښتنه کوي.
وړاندې امریکايي ولسمشر بارک اوباما عراق ته د پوځيانو استول رد کړي وو، خو ویلي یې وو، چې دا کار وخت ته اړتیا لري.
د امریکا لږکیو جمهوریت غوښتونکو او ډېرکیو دیموکراتانو ویلي، ولسمشر ژمنه وکړه چې کانګرس به د عراق په اړه پرېکړه کې په جریان کې وي.
پر همدې مهال، د مشرانو جرګې د لږکیو جمهوریت غوښتونکو مشر میچ مک کېنل ویلي، اوباما به د عراق په با د پرېکړې کولو لپاره د کانګرس اجازې ته تم نه شي.
د امریکايي حکومت ځینو چارواغکو ویلي، له امریکا د عراقي حکومت له لوري د مداخلې غوښتنې عملي کولو لپاره سپینه ماڼۍ د کانګرس تایید ته اړتیا لري.
د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن او د عراق لومړي وزیر نوري المالکي د "نورو احتمالي ګامونو" اخیستو لپاره سره غږېدلي دي.
د سپینې ماڼۍ ویناپاڼه وايي، دواړو په تیلیفوني خبرو کې د داعش د پرمختګ د مخې ډب کولو په تړاو هم خبرې کړې.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








