امریکا عراق ته "پوځیان" استوي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما عراق ته د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د ۲۷۵ پوځيانو د استولو امر کړی.
بل خوا سپینه ماڼۍ وايي، د عراق د روان وضعیت د حل لپاره واشنګټن له تهران سره مخامخ خبرې کړې دي.
اوباما ټینګار کوي، که چېرې پوځي ملاتړ ترې وغوښتل شي، ځواکونه یې عراق ته د خپل سفارت او امریکایانو د ساتلو لپاره تلو ته چمتو دي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، په ویانا کې د ایران د اتومي لانجې پر سر د خبرو په څنګ کې له ایراني چارواکو سره د عراق د وضعیت په اړ هم خبرې خبرې شوې.
په برتانیا کې د امریکا سفیر ماتیو بارزون بي بي سي ته ویلي، د ولسمشر اوباما ادارې په عراق کې د سخت دریځو وسله والو د پرمختګ د مخنیوي په برخه کې ایران همکارۍ ته هڅولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم ویلي، اوباما د بې پیلوټه الوتکو د کارولو په ګډون پر ټولو غوراویو غور کوي.
ناتایید شوي رپوټونه وايي، په عراق او شام کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د ځینو عراقي ښارونو تر نیولو وروسته یو شمېر عراقي پوځيان په ډله ییزه توګه اعدام کړي دي.
داعش په وروستي پرمختګ کې د عراق تلعفر ښار هم نیولی دی.
له داعش سره ځینې سني وسله والې ډلې هم یوځای شوې، چې غواړي د واکمن شیعه حکومت چارواکو واک کم کړي.
د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) وویل، په داسې حال کې چې له ایران سره خبرې دوام لري، خو د ګډ پوځي خوځښت کوم پلان ورسره نه شته.








