وسلوالو د عراق د تېلو پر مرکز ولکه کړې

د بېجي په ښار کې دا فابریکه له پلازمېنې بغداده یوازې ۱۳۰ میله لېرې ده
د عکس تشریح، د بېجي په ښار کې دا فابریکه له پلازمېنې بغداده یوازې ۱۳۰ میله لېرې ده

له عراقه را رسېدلي رپوټونه وایي چې د حکومت ضد وسلوالو د پلازمېنې بغداد په شمال کې د دې هېواد د تېلو د تصفیې تر ټولو ستره فابریکه په خپله ولکه کې راوستې ده.

د بېجي په ښار کې دا فابریکه له پلازمېنې بغداده یوازې ۱۳۰ میله لېرې ده.

په همدې حال کې د حکومت هوایي ځواکونو پر هغو وسلوالو تازه بمبار کړی چې د پلازمېنې بغداد پر لوري د حرکت په حال کې دي.

له لویديځ رمادي ښاره هم د جګړې رپوټونه ورکړای شوي دي.

په دیالا او صلاح دین ښارونو کې هم حکومتي ځواکونه له وسلوالو سره په جګړه کې کېوتي دي.

خو د موصل ښار تېره اوونۍ د مخالفینو لاس ته پرېوت.

لومړی وزیر نوري المالکي تېره ورځ له یو شمېر سني او کردي مشرانو سره پر تلویزیون را څرګند شو او پر خلکو یې د ملي یووالي غږ وکړ.

خو د شنونکو په وینا دا ډول غوښتنې ښایي ډېر اغېز و نه لري.

هغه ځکه چې په تېر کې لومړي وزیر په څرګنده د شیعه ملیشو د جوړېدو پلوي کړې او هغوی ته یې اجازه ورکړې چې د حکومتي ځواکونو په ملاتړ وجنګېـږي.

ډېری یې هغه عراقي سرتېري بلل کېږي چې د موصل په ښار کې د داعش ډلې له خوا ونیول شول او بیا په ډله ییزه توګه ووژل شول.

د بقوبه ښار په جګړه کې هم د پولیسو د یوه ماموریت دننه ۴۴ کسان په مرموز ډول ووژل شول.

په همدې حال کې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي په عراق کې د شیعه ګانو د سپېڅلو عبادت ځایونو او زيارتونو دفاع به کوي.

خو د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سعود بن فیصل خبرداری ورکړی چې عراق د کورنۍ جګړې خوا ته روان دی.

لومړي وزیر نوري المالکي تېره ورځ د خپل پوځ څلور جګپوړي افسران په دې تور له دندې ګوښه کړل چې د وسله والو مخالفینو د پرمختګ مخه یې نه ده نیولې.