عراقي ځواکونو سني جنګيالي پر شا تمبولي

د عکس سرچینه، Getty
راپورورنه وايي د عراق حکومتي ځواکونو چې د شيعه او کردي ملېشو ملاتړ ورسره دی د بغداد په شمال کې د سني ملېشو پر وړاندې پرمختګ کړی دی.
حکومت وايي ځينې ښارونه يې بېرته نيولي، خو لا هم د مهمو ښارونو موصل او تکرېت ولکه د سني جنګيالي په لاس کې ده.
امنيتي ځواکونه وايي د عشاق په ښارګوټي کې چې دوی بېرته نيولی د ۱۲ سوځېدلو پوليسو جسدونه يې موندلي دي.
د امريکا متحد ايالتونو يوه الوتک وړونکې بېړۍ خليج ته استول شوې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کيري خبرداری ورکړی، امريکا به هغه مهال په خپلو مرستو کې بريالۍ وي چې عراقي مشران د خپلمنځي ستونزو لرې کولو اراده ولري.
له عراق نه د بي بي سي خبريال جيم ميور وايي حکومتي ځواکونه د سمارا په ښار کې راغونډ شوي دي.
داسې ښکاري چې دوی د متقابل بريد لپاره چمتووالی نيسي چې سني جنګيالي د صدام حسين له اصلي ټاټوبي تکرېت نه وباسي.
د جلاولا په ښارګټي کې يوې حکومتي څرخکې هغه اووه کردي جنګيالي وژلي، چې د سنيانو له وتلو وروسته يوې پوستې ته ورغلي وو.
د عراق حکومتي ځواکونه وايي دغه بريد په تېروتنه شوی دی.
ډيری سني جنګيالي د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) ډلې تر بيرغ لاندې جنګېږي، چې له القاعدې جلا شوې ده.
د عراق تر ټولو ستر شيعه مشر ايت الله علي السيستاني پر شيعه ګانو غږ کړی، چې وسلې واخلې او د نوري المالکي د حکومت ملا وتړي.
راپورونه وايي زرګونه شيعه ملېشې اوس له حکومتي ځواکونو سره درېدلي او د سني جګياليو پر ضد د جګړې ډګر ته راوتلي دي.








