د امریکا لاس ویګاس کې پنځه کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د امریکا لاس ویګاس کې یوه سړي او یوې ښځې مخکې له دې چې خپل ځانونه په ډزو ووژني، دوه پولیس او یو بل سړی وژلي دي.
پولیس وايي، دوی د غرمنۍ پرمهال د پیټزا په یوه هوټل کې پر د خوړو پرمهال پر پولیسو ډزې کړې دي.
برید کوونکي د پولیسو تر وژلو وروسته د خرڅلاو یوه ځای ته ننوتي، او هلته یې درېیم کس هم وژلی، خو په پای کې یې د وسلې خوله خپلو ځانونو ته نیولې ده.
د لاس ویګاس پولیسو مشر لاري هدفیلډ وايي "د پېښې په اړه پلټنه روانه ده، خو دا معلومه شوې، چې یوه برید کوونکي تر ډزو کولو مخکې ویلي چې (دا انقلاب دی)".
ښځې خپل برید کوونکي ملګري وژلی او بیا یې خپل ځان ته وژلی دی.
هډفیلډ وايي: "زما په اند په هر حال کې د عامنو خلکو په نښه کول ډېره خواشینوونکې خبره ده. موږ د بریدګرو په اړه ډېر جزییات نه لرو، خو پلټنه مو روانه ده".
د نوادا والي برېین سنډوال وروسته ویلي، د دوو پولیسو ۴۲ کلن الین بېک او ۳۲ کلن ایګور سولډو او یوه بل کس په وژنې یې ټکان خوړلی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service




