د امریکا ټکساس پوځي اډه کې برید مرګ ژوبله اړولې

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ټکساس ایالت فورټ هوډ پوځي اډه کې یوه کس په ډزو درې کسان وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.
برید کوونکي خپل ځان هم ویشتلی او وژلی دی.
دا هماغه اډه ده، چې په ۲۰۰۹ کال یوه پوځي پر خپلو پوځي ملګرو د ټوپک خوله را اړولې وه او لږترلږه ۱۳ کسان یې وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي وو.
د امریکایي پوځ یوه ویاند جنرال مارک مایلي د اپرېل پر دویمه (چارشنبه) ماښام خبریالانو ته وویل چې چې تر اوسه هېڅ کومه داسې نښه نښانه نه پیدا کېږي، چې وښيي، دغه برید ترهګریزه بڼه لريږ
ښاغلي مایلي دا هم ویلي، چې د دغو ډزو پایله کې د برید کوونکي په ګډون څلور پوځيان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
هغه وویل، چې د برید کوونکي هویت پېژندل شوی، خو د نظامي دلایلو او د وژل شوو کسانو له کورنیو سره په موافقې د اوس مهال لپاره د دوی هویت نه ډاګیزه کېږي.
اندېښنه
مایلي وايي، برید کوونکی پوځي مخکې عراق ته استول شوی و، خو دا چې د هغه د روغتیا په اړه ندېښنه وه، تر طبي معاینو لاندې و.
دغه ویاند ویلي، چې یاد پوځي د اډې دوو ودانیو ته ننوتی او هلته یې پر خپلو پوځي ملګرو ډزې کړې، چې دغو ډزو له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو وخت نیولی دی.
بیا برید کوونکي خپل ځان هم په تومانچه ویشتلی.
که څه هم دغه امریکايي ویاند د برید کوونکي هویت نه دی افشا کړی، خو ځینو انترنېټي سرچینو د بریدګر نوم ایوان لوپیر نومېږي او ۳۴ کلن دی.
امریکايي ولسمشر بارک اوبما دغه پېښه ډېره خواشینوونکې بللې خو وايي چې ژر به یې په اړه پلټنه وکړي.
اومابا خبریالانو ته ویلي "غواړم وویام چې موږ ټول د دغې پېښې د حقیقت موندلو په لټه کې یو".
بل خوا د امریکا دفاع وزیر چک هېګل هم ویلي چې "دا یوه ټېره وېروونکې پېښه ده؛ ځکه چې یوشمېر پوځيان یې وژلي او ټپیان کړي دي".

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
په <link type="page"><caption> ۲۰۰۹ کال</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/11/091106_us_attack.shtml" platform="highweb"/></link> هم په دې اډه کې د نضال حسن په نامه یوه پوځي پر نورو ملګرو ډزې وکړې او لږترلږه ۱۳ کسان یې ووژل او ۳۲ نور یې ټپیان کړل.
په تېر اګست کې یوې پوځي امریکايي محکمې نضال حسن په اعدام محکوم کړ.
نضال حسن د امریکا پوځ کې مخکنی ډاکټر و.
امریکايي څارنوالان وايي، نضال په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځ له خوا د ولسي وګړو د وژلو په غچ کې د ټکساس فورټ هوډ اډه کې برید کړی و.








