"د امریکا سمندري پوځ پخوانی کارکوونکی۱۲ کسان وژلي"

برید ګر الیکسس له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۱ پورې د سمندري ځواک په احتیاط قواوو کې د ټيټ پوړ دنده پر مخ بیوله.
د عکس تشریح، برید ګر الیکسس له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۱ پورې د سمندري ځواک په احتیاط قواوو کې د ټيټ پوړ دنده پر مخ بیوله.

د امریکا پلازمېنې واشنګټن کې د سمندري ځواکونو په یوه اډه کې د ۱۲ کسانو قاتل د بحري ځواکونو پخوانی کارکوونکی ایرن الیکسس پېژندل شوی.

د امریکا تحقیقي اداره ایف بي ای وايي، په واشنګټن نیوي یارډ کې د ۱۲ کسانو له وژلو وروسته د پولیسو په ډزو کې وژل شوی ۳۴ کلن الیکسس د امریکا د ټکساس ایالت د فورټ ورت سیمې اوسېدونکی دی.

د امریکا بحري ځواک وايي، د واشنګټن ډي سي په سویل ختېځ کې چې د بحري ځواکونو د سیسټمز قرارګاه ده، د دوشنبې په ګهیځ له ځايي وخت سره سم اته بجې او ۲۰ دقیقې د ډزو غږونه واورېدل شول.

د ایرن الیکسس په دغه برید کې نور تر لسو زیات کسان ټپیان شوي دي.

د متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما د دې کسانو د وژل کېدو له کبله پر سپینه ماڼۍ او کیپټل هیل د امریکايي بیرغ ځوړوندولو امر کړی.

نوموړي دغه پېښه ناځوانانه بللې او په سختو ټکو کې یې غندلې.

ایرن الیکسس پولیسو سره ډزو کې وژل شوی.

تر اوسه د دې برید وجه معلومه نه ده. د امریکا بحري ځواک ویلي، برید ګر الیکسس له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۱ پورې د دغه ځواک په احتیاط قواوو کې د ټيټ پوړ دنده پر مخ بیوله.

دا معلومه نه ده، چې نوموړي ولې خپله دنده پرېښوده، خو د امریکايي سمندري ځواک یوه افسر د نوم نه څرګندولو په شر‌ط رویټر خبري اژانس ته ویلي، چې نوموړي د تکراري بدنظمۍ له کبله له دندې وشړل شو.

د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې الیکسس بودايي مذهب غوره کړی و او دوه ځلې نیول شوی دی.

د عیني شاهدانو وینا

د عیني شاهدانو په وینا الیکسس د دې اډې، چې سخته څارنه یې کېږي، په کانټین او دهلیز کې په شته کسانو ډزې وکړې.

د واشنګټن پولیسو مشرې کاتهي لینیر، خبریالانو ته وویل، چې بریدګر هغه مهال ووژل شو، چې پر پولیسو یې ډزې کولې.

په لومړي سر کې پولیسو ویل، چې دوی د دوو شکمنو کسانو لټون کوي، خو وروسته یې څرګنده کړه، چې له دوو څخه یو یې له شکه وتلی.

د پېښې پر مهال چورلکې پر سیمه باندې ګرځېدې او د مرستندویه ادارو لسګونه ګاډي د پېښې ځای ته ورسېدل.

نیوي یارډ سیمه کې یوه کارکوونکې پېټرېشا وايي:

"اووه ځلې مې د ډزو غږ اورېدلی، لومړی درې ډزې وشوې او بیا څلور نورې، زه د پېښې له ځایه وتښتېدم."

د ایرن الیکسس په برید کې د وژل شویو پېژندګلوي تر اوسه نه ده په ډاګه شوې، خو د جارج واشنګټن سټیټ، روغتون مسوولینو ویلي، په وژل شویو کې یو سړی نژدې ۶۰ کلن معلومیږي، چې پر سر په ګولۍ ویشتل شوی.

د روغتون چارواکو په وینا ټپیانو کې یو پولیس پر پښه، یوه ښځه پر سر او لاس او یوه بله ښځه پر اوږه ویشتل شوي، خو د دوی په وینا د دې کسانو حالت له خطره بهر دی.

د امریکا بحري ځواک په وینا واشنګټن نیوي یارډ نومي اډه د امریکايي سمندري ځواکونو تر ټولو پخوانۍ اډه ده او لومړی ځل په ۱۹ پېړۍ کې پرانیستل شوه. دغه اډه کې نژدې ۳۰۰۰ کسان په دندو بوخت دي.