نواز شریف: د مېرمن اقبال سنګسار د منلو نه دی

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د پروین اقبال سنګسارونه غندلې او هغه یې د نه منلو بللې ده. نوموړي د پنجاب لومړي وزیر ته امر کړی چې په دې اړ سملاسي پلټنه پیل کړي.
د پاکستان د حکومتي رسنیو د رپوټونو له مخې لومړي وزیر د پنجاب اعلی وزیر ته دنده سپارلې چې د دې وحشیانه وژنې تر سره کوونکی د عدالت منګولو ته وسپاري.
میا نواز شریف وایی، دا جرم یو غمجن عمل دی او د نه منلو دی.
په ځانګړې توګه دا مېرمن په داسې شرایطو کې وژل شوې چې پولیس هم په سیمه کې شته.
تر دې وړاندې د دې مېرمنې مېړه د قصاص غوښتنه کړې وه، چې مېرمن یې د پلار د کورنۍ په غوښتنه سنګسار شوه.
دېرش کلنه فرزانه اقبال د درو میاشتو میندواره هم وه.
اوس د فرزانې مېړه محمد اقبال د خپلې مېرمنې د کورنۍ پرضد قضیه راپورته کړې چې په کې د عدالت غوښتنه کوي.
د تېرې سې شنبې په ورځ په لاهور کې د عالي محکمې مخې ته فرزانه د لسګونو کسانو په تیږو ووژل شوه، چې په وژونکو کې د هغې ورور او پلار هم وو.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې ناوي پیلی په پاکستان کې هغه پېښه په کلکه غندلې چې په ترڅ کې یې یوه ښځه د یوې محکمې په مخکې د خپلې خوښې واده کولو له کبله د خپلې کورنۍ لخوا په ډبرو ووژل شوه.

د وژل شوې ښځې خاوند محمد اقبال بي بي سي ته ویلي، دی په دې ډېر غوسه او خواشینی دی، چې پولیسو د دغه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره هېڅ و نه کړل:
''هغه څه چې پېښ شول، ډېر زیاتی دی. پولیسو په خاموشۍ کتل، موږ د مرستې لپاره چیغې وهلې، خو هېچا را ته غوږ نه نیوه. زما یوه خپلوان خپلې جامې وویستې، چې د پولیسو پام ځان ته راواړوي خو هغوی مداخله و نه کړه. هغوی د فرزانې د مرګ صحنه لیده، خو د ژغورنې لپاره یې هېڅ و نه کړل. دا د شرم خبره ده، یو غیر انساني کار دی. موږ آن د پولیسو مرستندویه شمېرې ته زنګ وواهه، خو هغوی را ته وویل، چې دا ناسمه شمېره ده''.
محمد اقبال د عدالت د تطبیقېدو ټینګار کوي.
محمد اقبال فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي ".
دی وايي، هغه مهال یې پر مېرمنې برید وشو، چې محکمې ته پر لاره وو.
د پاکستاني پولیسو یوې سرچینې ویلي، د فرزانې پلار نیول شوی، او اوس پولیس د نورو تورنو کسانو په لټه کې دي.
فرانس پرېس خبري اژانس وايي، که څه هم فرزانه په وحشي توګه ووژل شوه، خو سیمه ییزو خبري رسنیو د دې قضیې په اړه د چوپتیا سیاست غوره کړ.
پاکستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، تېر کال نژدې ۸۷۰ ښځې د "پت" په نامه وژل شوې دي.








