قبایل باید نورو سیمو ته له تلو مخکې واکسین شي

د عکس سرچینه، reuters
- Author, طاهرخان
- دنده, اسلام آباد
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د قبایلي سیمو خلکو لپاره د هېواد نورو برخو ته تر سفر وړاندې دګوزڼ یا پولیو ضد واکسین جبري اعلان کړي دي.
دا پرېکړه د روغتیا نړیوال سازمان د هغه اعلان یو څو ورځې وروسته شوې چې پاکستاني وګړو لپاره د جون د لومړۍ نېټې څخه نورو هېوادونو ته تر سفر وړاندې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین د کولو سند له ځان سره وړل لازمي ګرځولي دې.
حکومت وایي چې په هوایي ډګرونو کې یې د واکسین ورکولو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د افغانستان په ګډون ځینې نورو هیوادونو کې د ګوزڼ ویروس پاکستان څخه انتقال شوی و.
اسلام اباد کې د لومړې وزیر له دفتره په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي شریف یو داسې فرمان جاري کړی چې د ټولو قباییلې سیمو د خلکو لپاره نورو سیمو ته تر ورتګ وړاندې باید د ګوزڼ ضد واکسین ولګوي.
اعلامیه زیاتوي "وزیر اعظم پرېکړه کړې چې د قباییلي سیمو څخه د وتو په لارو د امنیت ټينګولو لپاره له پوځه مرسته وغواړي چې دا یقیني کړي چې له ګوزن ضد واکسین پرته له قبایلې سیمو نه غیرقباییلي سیمو ته د ورتګ اجازه ونکړې."
چارواکي وایي چې د ګوزڼ زیاتې پېښې قباییلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې دي.
وسله والو طالبانو د وزیرستان په سیمه کې د امریکایي ډرون بریدونو پر ضد د احتجاج په توګه د ګوزڼ ضد واکسین په استعمال بندیذ لګولی دی.
طالبان دا ادعا هم کوي چې کېدی شي داسې کمپاین پر دوی د جاسوسۍ لپاره استعمال شي.
د امنیتي اندېښنو له کبله ځینو نورو قباییلي سیمو کې هم د پولیو ضد کمپاین اغېزمن شوی دی.
د پاکستان په ځینې برخو کې د واکسین لګولو پر کارکوونکو او د هغوی په ساتونکو ډېر بریدونه شوي دي چې پکې په لسګونو کسان وژل شوي دي.








