پېښور کې د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو

د عکس سرچینه، AP
د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې حکومت د 'صحت انصاف' تر نوم لاندې ماشومانو ته د نهو ساري ناروغيو پر وړاندې د واکسين ورکولو لړۍ پيل کړې ده.
چارواکو امنيتي ګواښونو ته پام سره نن (يکشنبه، ۲ فبروري) په پېښور کې پر موټر سایکل ګرځېدو بنديز لګولی دی.
دغه اعلان د شنبې پر ورځ د پېښور ولسوالۍ چارواکو د يوې لنډې اعلاميې په خپرولو سره وکړ.
د اعلاميې له مخې د يکشنبې سهار له اتو بجو د ماښام تر پنځو بجو د پېښور په ولسوالۍ کې پر موټر سايکلونو بنديز لګېدلی او له سرغړوونکو سره يې د قانوني چلند غوښتنه شوې ده.
د جمعې په ورځ يوه خبري کنفرانس ته د وينا پر مهال د روغتيا ايالتي وزیر شوکت علي يوسفزي وويل: ''په لومړي پړاو کې به په پېښور کې ۵۰ ټولنو کې د پوليو/ ګوزڼ په ګډون ماشومانو ته د ۹ ناروغيو واکسين ورکړل شي''.
ده وويل د کمپاين پر مهال به ماشومانو ته په ډينګي ناروغۍ د نه اخته کېدو درمل او په دې اړه پوهاوی ورکړای شي.
ښاغلي یوسفزي وويل ''په دغه کمپاين کې به ۲۴۲۰ ګرځنده ډلې، ۶۰۰۰ رضاکاران او ۲۵۰۰ هغه رضاکاران چې د يو څه وخت لپاره کار کوي، برخه ولري او د کمپاين پر مهال به د پېښور ټولې سيمې تر پوښښ لاندې راوستل شي''.
ده وویل له پېښوره وروسته به دغه کمپاين د ايالت نورو ولسواليو ته وغځول شي.
په وروستيو مياشتو کې خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ګوزڼ ضد واکسين پر کمپاين کوونکو بريدونه ډېر شوي دي.
د دغه بريدونو له امله يو شمېر کمپاين کوونکي او امنيتي ځواکونه وژل شوي او يا هم ټپیان شوي دي.
د دغو بريدونو له امله د روغتيا د برخې يو شمېر کارکوونکو، رضاکارانو او واکسيناتورانو په پوليو ضد کمپاين کې له ګډون کولو ډډه کړې ده.








