له اجباري کار نه ۱۵۰ بیلیونه ډالره تر لاسه کېږي

نړۍ کې دا مهال له ۲۱ میلیونه ډېر کسان داسې دي، چې اجباري کار ورنه اخیستل کېږي. ( ای ایل او )

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، نړۍ کې دا مهال له ۲۱ میلیونه ډېر کسان داسې دي، چې اجباري کار ورنه اخیستل کېږي. ( ای ایل او )

د کارګرانو نړیوال سازمان ( ای ایل او ) په وینا د نړۍ په لر او بر کې له اجباري کارکونکو نه هر کال له ۱۵۰ میلیونو ډېره ګټه تر لاسه کېږي.

په غیر قانوني توګه د عاید تر لاسه کولو دغه شمېرې د پخوا پر تله خورا ډېرې دي او ای ایل او غواړي، چې حکومتونه دغې ستونزې ته پام وکړي.

د دغه سازمان په وینا نړۍ کې دا مهال له ۲۱ میلیونه ډېر کسان داسې دي، چې اجباري کار ورنه اخیستل کېږي.

د سازمان په وینا کډوال یا پناه غوښتونکي د بل هر چا پر تله ډېر له دغه خطر سره مخامخ دي. د دغه ډول کارګرو، شمېر چې په زوره ورنه کاراخیستل کېږي، د ټولټال نیمايي شمېر يې په اسیا کې، ۱۸ سلنه یې افریقا کې او ۱۰ سلنه یې په لاطینه امریکا کې دي.

له جینیوا نه د بي بي سي خبریال اموجن فوکس په خپل رپوټ کې وايي، غه نوي رپوټ د سازمان مسوولین هم حیران کړي دي.

د ای ایل او مرستیال مشر جي ګایرایډر په وینا د دغه رپوټ له کبله ټوله نړۍ کې د اجباري دندو، بشري قاچاق او نوې غلامۍ په اړه زموږ معلومات زیات شوي دي.

رپوټ کې ویل شوي، چې په غیر قانوني توګه د دومره ستر عاید هېڅ یوه برخه دغه ډول کارګرو ته نه ورکول کېږي او نه هم له دغو پېسو نه کومه مالیه ورکول کېږي.

د رپوټ له مخې د دغه عاید نژدې دوه نیمې برخې له بدلمنۍ تر لاسه کېږي او کورنی چوپړ، کرهڼه، او ودانیزې چارې هغه برخې دي، چې اجباري کارګر پکې موندل کېږي.

رپوټ کې منله شوې، چې د اجباري دندو ډېره برخه د جنایتکارو ډلو اړونده ده او له همدې کبله یې مخنیوی خورا ګران کار دی.

رپوټ کې له حکومتونو غوښتل شوي، چې د اجباري کار او زیار د مخنیوي په اصلي لاملونو کار وکړي. بیوزلي، بې سوادي او وزګارتیا د دغو لاملونو به توګه یاد شوي دي.