برتانیا کې د کډوالۍ نا حل قضیې لسیزې غواړي

د برتانيا يوې پارلماني کمېټې ويلي د کډوالۍ او پناه غوښتنې نژدې نيم ميليون قضېې نا حلې پاتې دي.
د مشرانو جرګې د کورنيو چارو کمېټه وايي د کار اوسني پرمختګ ته په کتوسره کېداى شي، چې د دغو قضيو حل ۴۰ کلونو ته اړتيا ولري.
د برتانيا د مشرانو جرګې د کورنيو چارو کمېټې د کډوالۍ او پناه غوښتنې د ناحلو قضيو وضعه تته بللې ده.
کميټې په دوو برخو د کډوالۍ او پناه غوښتنې د اړوندې سټې، يانې د برتانیا د سرحدونو چارو ادارې د وېشلو پرېکړه ننګولې ده او پوښتنه يې کړې چې آيا دابه څه بدل کړي؟
د کميټې مشر کېټ واز، چې د مخالف ګوند کارګر غړى دى وويل د تل لپاره د کډوالۍ او پناه غوښتنې د قضيو د هوارولو په موخه بنسټيزو بدلونونو ته اړتيا ده.
هغه د دغو قضيو د څېړنې لپاره په لوړه کچه د نويو مامورينو پر ګمارلو، د چلن پر بدلولو او نويو سرچينو پرځانګړي کولو ټينګار وکړ.
د برتانيا د سرحدي ځواکونو پخوانى مشر بروډي کلارک، چې د پاسپورت د کنټرول چارو د آسانه کولو په تور له خپلې دندې وشړل شو وويل د برتانيا د سرحدي چارو ادارې چارواکي د کډوالۍ او پناه غوښتنې د قضيو د ډېروالي له کبله ستړي شوي دي.
په زېرمه شويو نا حلو قضيو کې د پنا غوښتنونکو او هغو کسانو دوسيې شاملې دي، چې پناه غوښتنې يې ردې شوې دي خو لا هم په برتانيا کې ژوند کوي.
د برتانيا د کډوالۍ وزير مارک هارپر وويل د برتانيا د سرحدي چارو اداره له اوږدو کلونو راهيسې له ستونزو سره مخامخ وه، نو ځکه د کورنيو چارو وزير تېر مارچ کې په دوو برخو د هغې د وېشلو پرېکړه وکړه.
د ده په وينا اوس حالت په دې ښه شوى چې د برتانيا د ويزې او کډوالۍ د خدمتونو د نوې ادارې پاملرنه به وېزې او خدمتونو وړاندې کولو ته اوښتی وي او د کډوالۍ د پلي کوونکې ادارې کار به پر هغو کسانو متمرکز وي چې د کډوالۍ قانون تر پښو لاندې کوي.
په همدې حال کې د برتانيا د کورنيو چارو وزارت چې د کډوالۍ چارې څاري د کمېټې له دې ادعا سره مخالف دي چې وايي د کډوالۍ او پناه غوښتنې د نا حلو قضيو شمېر نيم ميليون ته رسېږي.








