د بوکوحرام په اړه د پاریس غونډه

د فرانسې ولسمشر د نننۍ ورځې د غونډې مشري کوي او د نیجیریا ګاونډ کې د بېنین، کامېرون، نیژر او چاد مشران هم ورغلي دي.

د عکس سرچینه، paris summit

د عکس تشریح، د فرانسې ولسمشر د نننۍ ورځې د غونډې مشري کوي او د نیجیریا ګاونډ کې د بېنین، کامېرون، نیژر او چاد مشران هم ورغلي دي.

په پاریس کې د بوکوحرام بنسټ پالې اسلامي ډلې د ګواښونو په غبرګون کې غونډه جوړه شوې.

دې ډلې څه د پاسه ۲۰۰ زده کوونکې نجونې تښتولې او په کامېرون د نوي برید شک پرې کېږي.

د جنوبي افریقا مشران په پاریس کې د نیجریا د بوکوحرام ډلې پر ګواښونو بحث کوي.

دې ډلې په دې ورستیو کې زرګونه کسان وژلي دي. تېره میاشت بوکوحرام ډلې د نیجیریا په شمال ختیځ کې ۲۲۳ زده کوونکې نجونې وتښتولې، چې دلته اډې لري.

د نن (شنبې د غویي ۲۷مه) غونډه د نوي تاوتریخوالي له خبرونو پیل شوه.

برید د نیجیریا په شمال کې په چینایی کارګرو شوی. په یوه جلا برید کې ۱‍۱ تنه وژل شوي دي.

په برید کې د جمعې په ورځ بوکوحرام په یوه کلي برید کړی چې له کامېرونه څو ساعته د ګاډي مزل ورکېږي.

د یوه وژل شوي کس خپلوانو ویلي په برید کې یوه مېرمن او یو ماشوم هم وژل شوي دي.

د کامېرون په شمال کې برید په هغه کمپ شوی چې د سینو هېدرو چینایي ساختماني شرکت کارګران پکې مېشت دي.

چینایي دیپلوماتان وايي لس چینایان ورک دي او یو تن ټپي دی. رپوټونه وايي چې یو تن وژل شوی هم دی.

اورپکو په کامېرون کې هم څو بریدونه کړي دي.

تېر کال دوی د یوې فرانسوي کورنۍ څو غړي وتښتول چې وروسته خوشي شول.

د نیجيریا ولسمشر ګوډلک جوناتان چې د پاریس سر مشریزې ته ورغلی، باید د جمعې په ورځ هغه ښار ته ورغلی وای چې نجونې تښتول شوې وې، خو د امنیتي دلیلونو له امله یې سفر وځنډېد.

بوکوحرام د اوونۍ په پیل کې په یوه وېډيو کې څه د پاسه سل نجونې وښودلې چې د بندیانو په بدل کې يې خوشي کول غواړي.

دا نجونې چې مسلمانانې او مسیحانې دي د اپرېل په ۱۴مه د نیجیریا په شمال ختیځ کې د بورنو ایالت د چیبوک له ښاره د ښوونځي له استوګنځي( لیلې) وتښتول شوې.

نوې تګلارې

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاندې د نننۍ ورځې د غونډې مشري کوي او د نیجیریا ګاونډ کې د بېنین، کامېرون، نیژر او چاد مشران هم ورغلي دي.

په غونډه کې د برتانیا، اروپا، امریکا او اروپايي ټولنې مشران هم ګډون کوي.

د غونډې تر پیل وړاندې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ګډونوال به په لوېديځه او مرکزي افریقا کې د بوکوحرام او نورو ډلو له خوا په رامنځ ته شوو ګواښونو بحث وکړي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر دېوېد کامېرون بي بي سي ته وویل چې کامېرون او نیجیریا باید د استخباراتو د شریکولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

خو نوموړي زیاته کړه دواړو هېوادونو په وروستیو کلونو کې له یو بل سره ښه اړيکي نه لرل.

فرانسوي ولسمشر له ولسشمر باراک اوباما سره د ټېلېفون له لارې د تښتول شوو نجونو په برخلیک خبرې وکړې.

امریکایي چارواکي وايي د نجونو ژغورل د امریکا په لومړیتوبونو کې راځي.

امریکا د بې پيلوټه الوتکو په ګډون سیمې ته ځانګړي ټيمونه استولي دي.

فرانسې هم د نجونو د ژغورلو لپاره د کارپوهانو او مرستندویې ډلې لېږلې دي.