"سوریې په زندانونو کې سلګونه کسان مړه شوي"

په سوریه کې پر روغتیايي مرکزونو په بریدونو کې لږترلږه ۴۶۸ ملکي روغتیايي کارکوونکي وژل شوي دي.
د عکس تشریح، په سوریه کې پر روغتیايي مرکزونو په بریدونو کې لږترلږه ۴۶۸ ملکي روغتیايي کارکوونکي وژل شوي دي.

فعالان وايي چې سږکال د سوریې په حکومتي زندانونو او د امنیتي ځواکونو په توقیف ځایونو کې نژدي ۸۵۰ کسان مړه شوي دي.

برتانیا میشته په سوریه کې د بشري حقونو د څار ډله وايي په مړو شویو کسانو کې ۱۵ ماشومان او شپږ ښځې هم شاملې دي.

د نوموړې ډلې په وینا دغه ماشومان او ښځې د شکنجې، اعدام، ظالمانه چلند او ناوړو شرایطو له امله مړه شوي دي.

خو د سوریې حکومت دا خبره ردوي چې ګواکې امنیتي ځواکونه نیولي کسان شکنجه کوي، ناوړه چلند ورسره کوي او اعداموي یې.

د څار ډله چې په سوریه کې پر پوځي، روغتیايي سرچینو او فعالانو تکیه کوي وايي کېدای شي چې د وژل شویو کسانو شمېر له دې نه هم ډېر وي.

د بشري حقونو د څار نوموړې ډله وايي چې په تېرو دریو کلونو کې ۱۸ زره کسان چې د حکومت له خوا نیول شوي وو ورک شوي او ویره ده چې ډېری به یې وژل شوي وي.

د بشري حقونو د څار د ډلې مشر رامي عبدالرحمان وايي د سوریې په حکومتي زندانونو او پوځي توقیف ځایونو کې د مړه کېدونکو کسانو شمېر په دې خاطر ډېرېږي چې د مخنیوي لپاره یې اقدام نه دی شوی.

دغه ډله وايي د روان می میاشتې تر ۱۳ نیټې پورې د ۸۴۷ کسانو مړینه ثبت شوې او د سوری چارواکو له خوا د هغوی کورنیو ته احوال ورکړل شوی دی.

دغه راز د بشري حقونو د څار ډلې ډاکټران وايي چې پر روغتیايي مرکزونو د ۹۰ سلنې تایید شویو بریدونو ترشاه دولتي ځواکونه وو.

دا د سوري چارواکو هغه ادعاوې ننګوي چې وايي پر روغتیايي مرکزونو بریدونه یاغیانو کړي دي.

په سوریه کې پر روغتیايي مرکزونو په بریدونو کې لږ ترلږه ۴۶۸ ملکي روغتیايي کارکوونکي وژل شوي دي.