د لیبیا کانګرس د نوي صدراعظم ټاکنه رد کړه

د لیبیا د کانګرس مشر د نوي لنډمهالي صدراعظم ټاکنه د هغه له لُوړې نه څو ساعته وروسته رد کړه.
احمد معیتیق فکر کاوه چې له څو پړاونه لانجمنو رایې اچونې نه وروسته ده په کانګرس کې ۱۲۱ رایې خپلې کړې دي.
خو له رایې اچونې وروسته د کانګرس سرپرست مشر ایزالدین العموي اعلان وکړ چې دغه رایې اچونه غیر قانوني وه.
نوموړي له عبدالله الثني نه چې له یوه وسله وال برید نه وروسته یې استعفی ورکړه وغوښتل چې د سرپرست صدراعظم په توګه دنده ترسره کړي.
په طرابلس کې د بي بي سي خبریاله رنا جواد وايي د صدر اعظم یوه ویاند سیمه ییز تلویزیون ته ویلي چې ښاغلی الثني به د کانګرس د مشر غوښتنه ومني.
ښاغلی معیتیق چې د مصراته دی له لانجمنې رایې اچونې نه وروسته لُوړه وکړه چې پر تلویزیون په ژوندۍ بڼه وښول شوه.
د رایې اچونې بهیر
په لومړي سر کې رپوټونو ویل چې احمد معیتیق د کانګرس ۱۱۳ رایې خپلې کړې چې باید له ۱۸۵ رایو نه یې ۱۲۱ خپلې کړې وائ.
وروسته د کانګرس مرستیال مشر وویل چې ۴۲ کلن معیتیق ۱۲۱ رایې ګټلي دي.
خو وروسته د کانګرس ځینو غړو اعتراض وکړ چې د کانګرس مشر وار دمخه ویلي وو چې د رایې اچونې بهیر پائ ته رسېدلی دی.
په پام کې وه چې په کانګرس کې نوي صدراعظم ته د تېرې سې شنبې په ورځ رایې ورکړل شي خو دا بهیر هله له ځنډ سره مخامخ شو چې یو شمېر وسله وال کسانو د کانګرس پر ودانۍ ورغلل او د کانګرس غړي اړ شول چې ودانۍ پرېږدي.
په تېرو څو میاشتو کې څو ځلې وسله وال کسان په لیبیا کې د کانګرس پر ودانۍ ورغلي دي.
په دغه هېواد کې د معمر قدافي د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته بي ثباتي ډېره شوې ده.
په پام کې ده چې په لیبیا کې د یوه نوي پارلمان لپاره د روان کال په وروستیو کې ټاکنې ترسره شي.








