د لیبیا صدراعظم استعفی کوي

د عکس سرچینه، Reuters
د لیبیا نوی ګومارل شوی صدراعظم عبدالله الثني وروسته له هغه استعفی کوي چې پر ده او کورنۍ یې د اورپکو له خوا برید وشو.
د صدراعظم له خوا په خپرې شوې یوې اعلامیې کې راغلي چې په برید کې څوک نه دی ټپی شوی.
ښاغلی الثني تېره اوونۍ د صدراعظم په توګه وټاکل شو.
تر ده وړاندې علي زیدان د لیبیا صدراعظم و خو نوموړی د پارلمان له خوا د امنیت د ښه کولو په برخه کې د پاتې راتللو له امله له دندې ګوښه کړای شو.
په لیبیا کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د معمر قدافي د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته بې ثباتې ډېره شوې ده.
په یو لیک کې چې پر دولتي ویپاڼې خپور شوی دی ښاغلي الثني ویلي چې دی او کورنۍ یې د یوه ډارن برید ښکار شول او دی نه شي کولای چې د خپلې دندې له امله تاوتریخوالی وزغمي.
د برید په اړه ډېر جزییات نه دې ورکړل شوي خو د فرانسې خبرې آژانس صدراعظم الثني ته د نژدي سرچینو له قوله ویلي چې برید په طرابلس کې هوايي ډګر ته پر لاره شوی دی.
د صدراعظم یوه ویاند بي بي سي ته وویل چې ښاغلی الثني او د هغه کابینه به تر هغه خپلو دندو ته دوام ورکوي چې د لیبیا کانګرس نوی صدراعظم وټاکي.








