له ډوبې شوې بیړۍ د ۲۶ نورو کسانو مړي وایستل شول

د عکس سرچینه، AFP
په سوېلي کوریا کې غوپه وهوونکي له هغه بیړۍ نه د جسدونو په ایستلو بوخت دي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ ډوبه شوه.
غوپه وهوونکو د ۲۶ کسانو مړي له بیړۍ وایستل چې له دې سره اوس چارواکو د ۵۸ کسانو مړینه تایید کړې او ۲۴۴ تنه نور چې ټول د یوه ښوونځي زده کوونکي دي لا هم ورک دي.
۱۷۴ نور کسان ژغورل شوي دي.
نن یکشنبه په سوېلي کوریا کې کلیساوو د پېښې قربانیانو ته د دعاګانو مراسم ترسره کړل او د ایسټر په مناسبت ډېر فعالیتونه لغوه کړای شول.
له سوېلي کوریا نه د بي بي سي خبریال جنتن هیډ په خپل رپوټ کې وايي هره گړۍ د کوريا ټاپو دې کوچني جنوبي بندرته کشتۍ را رسي او د هغو کسانو دوه درې مړي لېږدوي چې د بيړۍ د ډوبېدو په ناورين کې مړه شوي دي.
غوپه وهوونکي اوس کولاى شي چې نسکورې شوې بيړۍ ته ننوځي خو لاهم د اوبو له ځواکمنو څپو او د لېدو له محدوديتونو سره لاس او گريوان دي.
د کورنيو غړي د هغې سپېنې دړې په شاوخوا کې راټول دي چې د مړو شويو کسانو نومونه، د جامو رنگونه او د ټېلېفون شميرې يې په کې ليکل شوي دي.
د همدې له مخې دوى ځانته دا زړه ورکوي چې د هغو مړو د پيژندلو هڅه وکړي چې کشتۍ يې دلته رالېږدوي.
ځينې کورنۍ پر پوليسو نيوکه کوي او له چارواکو غواړي چې د ژغورني عمليات چټک کړي، خو ډېر لږ کسان اوس داسې هيله لري چې کېداى شي لاهم ځيني کسان بيړۍ دننه ژوندي وي.
په همدې حال کې پولیسو د هغو کورنیو مخه ونیوله چې غوښتل یې د ژوغورنې د عملیاتو د وروالي په اعتراض د جنډو له ټاپو نه لاړ شي او په پلازمېنه کې مظاهره وکړي.








