پارلمان ته کاندید ۳۹ ښځې او ۱۲۷ لمسیان لري

د عکس سرچینه،
- Author, هدايت الله هميم
- دنده, بي بي سي
د هند پارلمان ته یو کاندید شوی سړی ۳۹ مېرمنې او ۱۲۷ اولادونه لري.
۶۶ کلن زیونا چانا د خپل کلي تر ټولو شتمن او د لویې کورنۍ څښتن دی.
دا چې د هغه د ښځو، بچیانو او لمسیانو شمېر ډېر دی، شتمني یې هم ورسره ډېره شوې ده.
چانا د هغې یوې هندي ډلې مشر دی، چې د بې شمېره ښځو لرلو د تګلارې ملاتړ کوي.
شاید هغه ته رای ورکوونکي هم ډېر وي، ځکه چې یوازې تر سلو ډېر رای اچوونکي به یې بچیان، لمسیان او ښځې وي.
د دوی د مذهبي عقیدې له مخې، هرڅومره چې سړی کولی شي، ډېرې ښځې په نکاح کولی شي.

د عکس سرچینه،
د برتانیا <link type="page"><caption> ډېلي مېل</caption><url href="http://www.dailymail.co.uk/news/article-2051433/Ziona-Chan-39-wives-94-children-33-grandchildren.html" platform="highweb"/></link> ورځپاڼې ویلي، چانا ۹۴ ماشومان او ۳۳ لمسیان لري.
د هغه ټوله کورنۍ په یوه څلور پوړیزه ودانۍ کې اوسېږي، چې ۱۰۰ خونې یې د خپلو ښځو لپاره ځانګړې کړې دي.
خو تر ټولو د ټیټ عمر ښځې یې خپلې خوب خونې ته په نژدې خونو کې اوسېږي.
نورو ښځو ته د شپې تېرولو لپاره یې ځانګړی جدول جوړ کړی چې هره شپه له یوې ښځې سره تېروي.

د عکس سرچینه،
د هغه یوه مېرمن وايي، کله چې رای ورکولو ته ځو، خپل کاندید (مېړه) او د هغه ګوند ته به رایې ورکړو، چې په دې سره به تر ۱۶۰ ډېرې رایې یوازې د یوې کورنۍ په ګټه وي.
د چانا دغه مېرمن تمه لري، چې مېړه یې په روانو ټاکنو کې بریالی شي.
د چان زامنو او لمسیانو ته ځانګړی ښوونځی، لوبغالی، ترکاڼي، ورکشاپ، د خوګ ساتلو ځای، او د چرګانو فارم او د سبو بڼ جوړ شوی.

د عکس سرچینه، Reuters
تر ډېره د نړۍ تر ټولو دغې لویې کورنۍ ماښامنۍ ته معمولاً ۳۰ چرګان او ۱۳۲ کیلو کچالو او ۲۲ کیلو وریجې پخېږي.
له چانا سره په یوه ودانۍ کې د هغه ۱۴ ښینې هم اوسېږي.
د دوی کور د هند میزورام ایالت د بکتاونګ کلي د یوې پوښتې په لمن کې پورت دی.
چانا چې کله د ځوانۍ په حال کې و، په یوه کال کې یې له لسو ښځو سره واده کړی.

د عکس سرچینه، Reuters
د پینکمیني په نامه د چانا ۳۵ کلنه مېرمن وایي، موږ د هغه خواته اوسېږو، ځکه چې هغه په کورنۍ کې تر ټولو مهم او مشر سړی دی، بلکې په ټول کلي کې بانفوذه مشر دی.








