روسیې ته د اوباما د نویو بندیزونو ګواښ

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر روسیې د نویو بندیزونو ګواښ کړی دی.
هغه ویلي، چې مسکو باید "اوکرایین کې د ثبات له "څپ څپانده" کولو ډډه وکړي.
د امریکا دا ګواښ وروسته تر هغه شوی، چې ژنیوا کې د اوکرایین او روسي چارواکو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د مخامخ نړیوالو خبرو لپاره چمتووالی نیول کېږي.
بل خوا مخ پټو وسله والو د اوکرایین ختیځ د دونیتڅک ښاروالۍ پر ودانۍ برید کړی دی.
وړاندې، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتيند جرمني له صدراعظمې انګيلا ميرکل سره د ټيليفوني خبرو پرمهال خبرداری ورکړی، چې اوکراين د "کورنۍ جګړې" پر څنډه ولاړ دی.
خو امریکايي ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړی، که چېرې روسیه د "اوکرایین د څپ څپانده کولو هلې ځلې جاري وساتي" نو له نویو بندیزونو سره به مخامخ شي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې امریکا پر روسیې د نویو احتمالي بندیزونو لست چمتو کړی، خو ګوري چې د ژنیوا غونډه به څه پرېکړه کوي.
نړیوال فشارونه
اوباما ویلي، پر روسیې مخکني لګول شوي بندیزونه اغېزناکه وو.

د عکس سرچینه، AP
خو ګوتنیوونکي وايي، چې په اوکرایین کې د روان کړکېچ د ختمولو لپاره نورو نړیوالو فشارونو ته اړتیا ده.
اټکل دی، چې د ژنیوا د پنجشنبې ورځې په خبرو کې د روسیې، اوکرایین او امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانو په شمول د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست استازې هم ګډون وکړي.
اوکرایین کې د بي بي سي خبریال وايي، داسې مخ پټي وسله وال یې ولیدل، چې د دونیتڅک ښاروالۍ پر ودانۍ ورننوتل.
ځیني روسي پلوي ځواکونه لاهم د اوکرایین ختیځو ښارونو کې پر حکومتي ودانیو واکمن دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې، د روسیې سفیر ویتالي چورکین وویل، اوکرایین د کورنۍ جګړې پر څنډه ولاړ دی.
بل خوا په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ویلي چې د اوکرایین حکومت شخړې ته د سوله ییز حل په لټه کې دی.
د اوکرایین لنډمهالی لومړی وزیر ارسیني یاتسینیوک روسیه "اوکرایین ته د ترهګرۍ په صادرولو" تورنه کړه، چې په وینا یې مسکو "د اوکرایین د ټیکاو ختمولو هڅه کوي".
له بل پلوه، ناټو پرېکړه کړې ده، چې د اوکرایین پر ختیځو پولو پر اوکرایین د روسیې د یرغل په غبرګون کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي.
د ناټو سرمنشي اندري فو راسموسن یوځل بیا له روسیې "په سیمه کې د حل د یوې برخې" په توګه د رول لوبولو غوښتنه وکړه.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، bbc

د عکس سرچینه، AP








