پوتين: اوکراين د ''کورنۍ جګړې'' پر څنډه ولاړ دی

د عکس سرچینه، Getty
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين خبرداری ورکړی، چې اوکراين د 'کورنۍ جګړې' پر څنډه ولاړ دی.
ښاغلي پوتين دغه څرګندونې د جرمني له صدراعظمې انګيلا ميرکل سره پر ټيليفون د خبرو پر مهال کړې دي.
د کريملن له لوري په يوه خپره شوې وينا کې ويل شوي، روسي ولسمشر د جرمني صدراعظمې ته ويلي، چې په اوکراين کې په چتکۍ خرابېدونکي وضعيت دغه هېواد د 'کورنۍ جګړې'پر څنډه درولی دی.
د دغې وينا له مخې دواړو مشرانو پر دې ټينګار کړی، چې د پنجشنبې پر ورځ پيلېدونکې خبرې بايد بريالۍ شي.
ټاکل شوې سبا پنجشنبه په جنيوا کې د اوکراين د وضعيت په اړه د اروپايي ټولنې، روسيې، امريکا او اوکراين ترمنځ خبرې وشي.
د روسیې لومړي وزیر دیمتري مېدوېدوف هم خبرداری ورکړی چې اوکراین د کورنۍ جګړې پر څنډه ولاړ دی.
ده د اوکراين له چارواکو وغوښتل چې د جګړې په درولو سره د ناورین د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.
ښاغلی مېدويدوف وايي: ''اوکراین د کورنۍ جګړې په څنډه ولاړ دی، چې ډېره وېرونکې ده. موږ هیله لرو هغه کسان چې د هغوی د پرېکړو د نیولو مسؤلیت لري، البته موخه مې د اوکراین چارواکي دي چې موږ یې په رسمیت نه پېژنو، خو دوی چارواکي دي او ماغزه لري چې خپل هېواد د ناورین په لور له تلو څخه وژغوري''.
اوکراين د هېواد په ختيځ او سويل کې د هغو روس پلوو کسانو پر ضد څو پړاويز عمليات پيل کړي چې دغلته يې حکومتي ودانۍ نيولې دي.
په ختيځ کې د سلویانڅک ښار د هغو لسو ښارګوټو له ډلې یو دی چې روس پلوه ډلو یې حکومتي ودانۍ نیولې دي.








