حمص کې موټربم چاودنو ۲۵ کسان وژلي

چاودنې د خلکو ګڼه ګوڼه کې شوې دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، چاودنې د خلکو ګڼه ګوڼه کې شوې دي.

د سوریې ګڼ مېشتي حمص ښار کې دوو موټربم چاودنو لږترلږه ۲۵ کسان وژلي ا ۱۰۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د سوریې رسمي خبري اژانس وايي، د سوریې ګڼ مېشتي حمص ښار کې دوو موټربم چاودنو لږترلږه ۲۵ کسان وژلي او ۱۰۷ نور یې ټپیان کړي دي.

دا بریدونه څو ساعته وروسته تر هغه شوی، چې حکومتي ځواکنو یو مهم ښار نیولی دی.

د سوریې رسمي خبري اژانس (سانا) ویلي، چې د کرم اللوز کلي چاودنه کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي.

دغه اژانس د تازه بریدونو پړه پر "ترهګرو" وراچوي، چې تر ډېره د اسد نظام له لوري دا توری د هغوی وسله والو مخالفانو ته کارول کېږي.

لومړۍ چاودنه د خضر سړک پر سر وشوه، چې بیا نژدې نیم ساعت وروسته په همدې سیمه کې بله موټربم چاودنه وشوه.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د سوري بشري حقونو د څار ډلې له قوله وايي، چاودنې په هغه سیمه کې شوې، چې د اسد پلوي علويان پکې اوسېږي.

حمص د سوریې درېیم تر ټولو لوی ښار دی، چې د وسله والو مخالفانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د خونړیو جګړو شاهد و.

د حمص چاودنو کې سیمه ییز خلک او ژغورندویان د خلکو د ژغورلو هڅې کوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د حمص چاودنو کې سیمه ییز خلک او ژغورندویان د خلکو د ژغورلو هڅې کوي.
سوري حکومت ویلي چې دا بریدونه ''ترهګرو'' کړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، سوري حکومت ویلي چې دا بریدونه ''ترهګرو'' کړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service