لاذقیه کې د سوري ولسمشر د تره زوی وژل شوی

د عکس سرچینه،
د سوریې شمال لوېديځ لاذقیه ښار کې د سوري ولسمشر د تره زوی هلال الاسد له خپلو اوو ملګرو سره یوځای له النصرت جبهې سره په نښته کې وژل شوی دی.
د سوریې حکومتي تلوېزیون ویليو چې هلال لاذقیه کې د سوري ولسمشر د ملاتړ ځواکونو د ملي دفاع د څانګې مشر و.
(سانا) خبري اژانس ویليو چې هغه د لاذقیې کسب سرحدي سیمه کې وژل شوی.
د سوریې د بشري حقونو د ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، چې هلال له خپلو اوو ملګرو سره یوځای وژل شوی.
عبدالرحمن بي بي سي ته وویل: هلال د ولسمشر بشارالاسد پر ضد د مظاهرو له پیل راهیسې د ځواکونو یو مشهور قومندان و".
دی زیاتوي، چې نښتې ډېر دوام کړی دی خو د حکومت ځواکونو یې د وژلو د غچ اخیستلو ګواښنه کړې ده.
وړاندې ترکي پوځ کسب ته څېرمه د سوریې یوه جنګي الوتکه هم غورځولې وه.
د لاذقیې کلیوالې سیمې له ډېر وخت راهیسې د حکومتي ځواکونو او مخالفانو ترمنځ د جګړو شاهده ده.








