ترکيې د سوريې پوځي الوتکه وويشته

د عکس سرچینه، Reuters
د ترکيې لومړى وزير رجب طيب اردوغان وايي وسلوالو ځواکونو يې د سوريې يوه پوځي الوتکه چې د ترکيې هوايي حريم ته ننوتې وه نسکوره کړې ده.
ښاغلي اردوغان خبردارى ورکړ چې د سوريې دغه اقدام د يوۀ سخت ځواب وړ و.
خو سوريې بيا پر ترکيې د بربنډ تيري تور ولگاوۀ او وې ويل چې الوتکه هغه مهال د سوريې په هوايي حريم کې وه.
د را رسېدلو رپوټونو پر بنسټ پېښه هغه سيمه کې رامنځته شوې چې د پولې د کنترول پر سر د سوريې حکومتي ځواکونه او ياغيان سره په جگړه بوخت دي.
ترکيه او سوريه چې يو مهال ټينگ متحدين و، ٨٠٠ کيلومتره گډه پوله لري.
په استانبول کې د بي بي سي خبريال جيمز رينولدز وايي له ٢٠١١ م کال د سوريې د جگړې له پيل راهيسې، دغه دواړه هېوادونه د يوۀ بل په وړاندې ودرېدلي او د دوى ترمنځ يو شمېر وسلوالې نښتې هم رامنځته شوې دي.
خو د بي بي سي د خبريال په وينا دواړې غاړې د مخامخ او بشپړې جگړې غوښتونکي نه دي.
لومړي وزير اردوغان د خپلو ملاتړو په يوه غونډه کې د ترکيې هوايي ځواکونو ته د هغوى د دغه اقدام له امله مبارکي وويله.

د عکس سرچینه، AP
ښاغلي اردوغان وويل " يوې سوريايۍ الوتکې زموږ له هوايي حريمه سرغړونه وکړه. زموږ اف-١٦ الوتکې والوتې او نسکوره يې کړه. ولې؟ دا ځکه که ته زما هوايي حريم ته ننوځې، نو له دې وروسته به زموږ څپيړه نوره هم زوروره وي."
د سوريې ملي ټيلويزيون د پوځ د يوې سرچينې په وينا ويلي چې د ترکيې هوايي ځواک د سوريې په خاوره کې يوه الوتکه نسکوره کړې چې د دوى په وينا د ترکيې له لوري ښکاره تېرى دى.
لږ تر لږه د يوۀ رپوټ پر بنسټ، د الوتکې پيلوټ په دې توانېدلى چې د پراشوت په مټ ځان له الوتکې وغورځوي.
په تېر سپتمبر کې ترکيې د سوريې يوه چورلکه خپلې پولې سره نژدې وويشته، بيا يوه ترکي جت الوتکه د سوريې د ځواکونو له لوري د مديترانې د سمندر پر سر نسکوره شوه.
د ترکي الوتکې له نسکورېدو وروسته د ترکيې حکومت اعلان وکړ چې د سوريې په وړاندې يې خپل پوځي او جگړييزې تگلارې له سره ارزولي دي، او له هغه هېواده د ترکيې پولې ته نژدې کېدونکى هر پوځي عنصر به گواښ بلل کېږي.








